د بدخشان د واخان ولسوال مولوي وجیحالدین د دغه ولسوالۍ د مهم ترانزیټي سړک د پرانېستې په مراسمو کې د واخان سړک جوړېدل د سیمې د خلکو لپاره مهم پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې پخوا د دې لارې د جوړېدو تصور هم لرې خبره وه. هغه د واخان سړک د پروژې د بشپړېدو په برخه کې د ا.ا د رهبرۍ د هڅو ستاینه کړې او له کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت څخه یې غوښتنه کړې چې د بروغېل له سرحدي سیمې څخه تر اشکاشم ولسوالۍ پورې د سړک جوړولو چارې هم پیل کړي. نوموړي همداراز د سیمې د خلکو اقتصادي ستونزو او د تګ راتګ له محدودیتونو سره د مخامخ کېدو یادونه کړې او د روغتیايي مرکزونو ترڅنګ یې د خلکو لپاره د نورو اړینو خدمتونو او اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې ده.































