شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د ولسمشریزو ټاکنو کمرنګه کمپاین؛ نوماندان وایي، ټول دولتي امکانات د ځانګړو نوماندانو په ګټه کارول کېږي  

جولای 29, 2019
in افغانستان
0 0

تېره ورځ په ټول هېواد کې په رسمي توګه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره کمپاین پیل شو. نوماندان به نږدې دوه میاشتې په دې کمپاینونو کې د یو بل پر وړاندې سیالي کوي او خپلې برنامې به له ولس سره شریکوي. خو د کمپاین لومړۍ ورځ کمرنګه وه، یوازې ولسمشر غني او اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله خپل کمپاین پرانیست او خپلو پلویانو ته یې ویناوې وکړې. نور نوماندان بیا وايي چې ټول دولتي امکانات د مشخصو نوماندانو لپاره کارول کېږي او د دوی اړتیاوو ته حکومت پاملرنه نه کوي.

پرون ولسمشر غني د لویې جرګې په خیمه کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه، هغه تر ډېره تېرې ژمنې تکرار کړې او ولس ته یې وویل چې ده په خپله پنځه کله دوره کې هېواد او خلکو ته څه کړي دي. ډاکټر عبدالله عبدالله هم کمپاین پرانیست او په خپلو لومړنیو ویناوو کې یې پر ولسمشر غنی لفظي بریدونه وکړل او د هغه دوره یې فاسده، د فاسدو کسانو د ګومارلو او ناکاره کسانو د راوستو دوره وبلله.

بلخوا د ولسمشریزو ټاکنو هغه نوماندان چې ټاکنیز کمپاینونه یې نه دي پيل کړي وايي، ټول دولتي امکانات د یوه خاص ټیم په ګټه کارول کیږي او مخکې له مخکې ورته ټول دولتي امکانات برابر شوي دي. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند فرامرز تمنا وايي: ((له تېرو دوو میاشتو راهیسې په کابل او ټولو لویو ښارونو کې لوحې او بېل بوردونه د ولسمشر غني د ټیم له لوري کرایه شوي دي. دوی د استقلال د جشن په پلمه ټول ځایونه نیولي دي او دوی نه شي کولی خپلې لوحې او انځورونه هلته نصب کړي. له دې ښکاري چې ولسمشر غني له خپل مقام ناوړه ګټه پورته کوي. هغه هر څه د ځان په ګټه څرخوي او ټول دولتي امکانات د ده په خدمت کې دي)).

ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ ځینې نوماندان وايي، د کمپاینونو د کمرنګتیا یو لامل یې دوی ته د حکومت لخوا د امنیتي تدابیرو نه نیول دي. دوی وايي، د حکومت هغه ژمنې چې ټولو کاندیدانو ته به امنیتي امکانات ورکوي، نه دي پوره شوې. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ابراهیم الکوزی وايي: ((له نورو نوماندانو خبر نه یم، خو زما نه امنیت نیول شوی دی او نه امنیتي امکانات راته برابر شوي دي. ویاندویان دروغ وايي، ما پخپله هڅه کړې چې د کورنیو چارو له وزارت سره ستونزه حل کړم، خو ګټه یې نه ده کړې)).

په ورته وخت کې د ملي شورا غړي هم له ټاکنو مخکې سوله مهمه بولي او وايي، په افغانستان کې په ټاکنو د خلکو باور له منځه تللی دی. د ولسي جرګې غړی سید احمد سیلاب وایي: ((ټاکنو ته ولس اندېښنې لري. دا اوس هم چې ټاکنې کمرنګه دي، ولس فکر کوي چې ټاکنې نه کېږي. دوی فکر کوي چې سوله مهمه ده او ټاکنې ښايي د سولې لپاره وځنډول شي. رښتیاهم سوله مهمه وه، حکومت باید سوله تر ټاکنو مخکې کړې وای، ځکه سوله د شفافو او عادلانه ټاکنو سبب کېده)).

د انتخاباتي سیالۍ په لومړۍ ورځ ولسمشریزو ټاکنو ته د ولاړو کاندیدانو شکایتونه داسې مهال دي، چې د کابل ښار په واټونو کې د ولسمشر غني او اجرایه رییس عبدالله عبدالله په ګډون، محدود شمیر کاندیدانو خپل کمپایني عکسونه او بېنرونه لګولي او د نورو هغو نه تر سترګو کیږي.

Tags: featured
Share9Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

سپتمبر 12, 2026

غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

سپتمبر 12, 2026

مودي: د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د سمندري لارو امنیت مهم دی

سپتمبر 12, 2026
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In