پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د ولسي جرګې برحاله غړي: که ولسمشر پارلمان افتتاح نه کړي، پخپله لاس پکار کېږو

مارچ 5, 2019
in افغانستان
0 0

د ولسي جرګې برحاله غړي وایي، که ولسمشر د ملي شورا نوې دوره افتتاح نه کړي، نو دوی به لاس پکار شي. ملي شورا هر کال د کب یا حوت میاشتې په پنځلسمه د ولسمشر او د هغه د مرستیال له لوري پرانیستل کېږي، خو دا ځل د تېرو ټاکنو د پایلو نه معلومېدو او د نوي پارلمان نه معرفي کېدو، دغه لړۍ له مبهم حالت سره مخ کړې ده.

د ولسي جرګې برحاله وکیلان بیا وایي چې که حکومت د کب په پنځلسمه اوسنی پارلمان د برحاله وکیلانو په حضور کې افتتاح نه کړي، نو دوی به پخپله لاس پکار شي. وکیلان وايي، د ولسي جرګې اوسني غړي قانوني صلاحیت لري او د نوي پارلمان تر راتګ پورې خپلو چارو ته ادامه ورکوي. وکیلان استدلال کوي، چې تېرې ټاکنې له درغلیو ډکې وې، لا هم د رایو برخلیک نه دی روښانه، وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې، نو حکومت ته پکار ده، چې د اوسنیو برحاله وکیلانو په حضور کې د ملي شورا پرانیسته وکړي.

پر ټاکنو یوشمېر څارونکي بنسټونه هم وایي، چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي، خلک له ټاکنو راضي نه دي او د پایلو اعلان له بن‌بست سره مخ دی، نو ځکه د اوسنیو وکیلانو په حضور کې باید پارلمان پرانیستل شي.

 بل پلو په کابل کې د امریکا سفارت بیا پر حکومت غږ کړی، چې ژر تر ژره دې وروستۍ پایلې اعلان کړي او د ملي شورا دا دوره دې د نویو وکیلانو په موجودیت کې پرانیزي. خو له دې ټولو سره سره، برحاله وکیلان د کب په پنځلسمه د پارلمان په پرانیسته ټینګار کوي. دوی وايي، تېرې ټاکنې له درغلیو ډکې وې، نو اوس که حکومت د اوسنیو وکیلانو په حضور کې پارلمان نه پرانیزي، نو وکیلان تیار دي چې پخپله پارلمان افتتاح کړي.

د ولسي جرګې غړی زکریا زکریا وايي، ولسمشر باید له معمول سره سم راشي او د برحاله وکیلانو په حضور کې پارلمان پرانیزي. زکریا وايي: «معمول خو دا دی چې د حوت په پنځلسمه به ولسمشر راځي او پارلمان به پرانیزي، خو که داسې ونه کړي، دا د وکیلانو دنده ده چې پارلمان پرانیزي. د دوی مسوولیت دی چې خپلو چارو ته ادامه ورکړي، تالار ته لاړ شي او خپله دنده پیل کړي.»

د ولسي جرګې منشي میرداد نجرابي هم وایي، د دوی کار هغه مهال پای ته رسېږي، چې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي او نوی پارلمان کار پيل کړي. هغه زیاته کړې: «د ټاکنو قانونو او همدا راز د اساسي قانون له مخې زموږ دنده هغه وخت پای ته رسېږي، چې نوي وکیلان راشي، د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي او که داسې ونه شي، نو د استازو مسوولیت دی، چې په پارلمان کې حاضر وي».

حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ویلي وو، چې د ملي شورا نوې دوره به د نویو وکیلانو په حضور او موجودیت کې پرانیزي. بل پلو په کابل کې د امریکا سفیر جان باس ویلي، چې نوی پارلمان باید د نویو وکیلانو په حضور کې پرانیستل شي او په دې برخه کې دې هېڅ راز ځنډ نه رامنځ ته کېږي.

خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې پراخې درغلۍ او تېروتنې د دې لامل شوې، څو د ملي شورا پرانیسته له داسې برخلیک سره مخ شي او که ملي شورا افتتاح نه شي، د مقننه قوې نشتوالی به ډېرې ستونزې جوړې کړي. د ټیفا اجرایه رییس محمدنعیم ایوب‌ زاده وایي، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې ستونزې او سیاسي ګومارنې د دې سبب شوې، چې نن د حکومت ډېر بنسټونه د مشروعیت له بحران سره مخ شي. د نوموړي په خبره، حکومت لا هم مصلحتونه مهم بولي او لا هم په داسې مهمو او ملي پروسو کې رښتیني اصلاحات نه راولي.

Tags: featured
Share11Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د مصر په ګډون ۸ هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړه

سپتمبر 10, 2026

د صربیا ولسمشر ووچیچ پارلمان منحل کړ

سپتمبر 10, 2026

ايران د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ پر تصويب شوي پرېکړه ليک نيوکه وکړه

سپتمبر 10, 2026

دينګ شوی شيانګ د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال په نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ

سپتمبر 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In