شنبه, اکتوبر 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

    له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

    له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د ولسي جرګې له شرمه ډکه ننداره او د ستونزې ساده حل

مې 20, 2019
in دریځ
0 0

پرون په ولسي جرګه کې بیا له شرمه ډکه ننداره وه. د اختلافاتو له حل وړاندې میر رحمان رحماني هڅه کوله چې د رییس په څوکۍ کښېني، خو ځینو ښځینه وکیلانو د ریاست څوکۍ اشغال کړه. رحماني د وسله والو په زور د ولسي جرګې تالار ته ننوت، وروسته د ریاست د څوکۍ په یو اړخ کې له خپلو پلویانو سره کښېناست. بلخوا د ریاست په بل اړخ کې کمال ناصر اصولي له خپلو پلویانو سره ناست و. د ولسي جرګې په تالار کې پرون چیغې وې، سپکې او سپورې وېل کېدې او آن خبره تر وهلو پورې ولاړه. ویل کېدل چې یوه وکیل چاقو را ایستلی، خو وروسته وویل شول چې هغه د رییس پر مېز پروت سوټک و چې پر بل وکیل یې د ګوزار لپاره را اخیستی و.

د ولسي جرګې پرونۍ او د وړمې ورځې ناستې رښتیا هم د هر افغان لپاره د شرم او خپګان وړ وې. خلکو پر دغو وکیلانو چې ځانونه د خلکو استازي ګڼي او یا هم رښتیا خلکو رایې ورکړې دي، د شرم احساس کاوه. دوی په خپلو لومړیو ورځو کې داسې ننداره وړاندې کړه چې نه افغاني وه او نه هم متمدن او مهذب خلک دغه ډول کړنې کولی شي. له بده مرغه ښکاري چې دا ځل هم په ولسي جرګه کې د عقل او فکر پر ځای تر ډېره لاس او پښې کارول کېږي. پارلمان ته ورغلي ډېری کسان نالوستي، کم لوستي او یا هم داسې کسان دي چې د پیسو په زور یې تحصیلي اسناد جعل کړي دي. د دوی مخینه هم د شرم وړ ده، ډېری یې د امریکایانو د تېلو، فاضله موادو او یا هم نورو برخو قراردادیان دي او یا هم له قاچاق او نورو لارو یې تورې پیسې پیدا کړې چې پر مټ یې ولسي جرګې ته هم راغلي دي.

اوس دوی یوه ساده لانجه دومره پېچلې کړې چې کله یو پر بل ګوزاره کوي، کله سپکې سپورې وايي او کله هم دې چارې ته قومي رنګ ورکوي. خلک پوهېږي چې دوی لویه برخه مفسدین دي او په لومړیو ورځو یې خپل فساد ښکاره کړ. خپله وکیلان وايي چې پیسې او زرې موټر وېشل شوي، د ځینو وکیلانو کورونو ته زرې موټر ور وستل شوي او ځینو ته په تشنابونو کې پیسې ورکړل شوې دي. په دې ډول دا ولسي جرګه د فساد جرګه ده چې هم په خپلو کړنو سره ځان او خپل ولس شرموي.

اړتیا څه ده چې په یوه عادي موضوع کې دومره له شرمه ډک او غیر متمدن چلند وشي. په ولسي جرګه کې ټاکنې شوې دي. هلته اصول او قوانین شته. د دغو اصولو او قوانینو په چوکاټ کې دې دا موضوع وکتل شي. د زور، سپکو، سپورو او وهلو ټکولو اړتیا څه ده!؟ که وکیلان مهذب خلک وي او عقل وکاروي، دا ستونزه په اسانۍ حل کېږي. د ولسي جرګې د ریاست لپاره د ټاکنو په ورځ نصاب ۲۴۷ کسان اعلان شوی و. اوس د ستونزې حل اسانه دی. که نصاب د وکیلانو د حاضرۍ، د اخیستل شوو او لاسلیک شوو رای پاڼو پر اساس اعلان شوی وي او هغه ۲۴۷ وي، نو روښانه ده چې رحماني رییس نه دی، ځکه چې ۱۲۴ رایې اخیستې دي، خو که نصاب هسې اټکلي او یا په تېروتنه ۲۴۷ اعلان شوی وي او د وکیلانو په حاضرۍ او  اخیستل شوو او لاسلیک شوو رای پاڼو کې نصاب ۲۴۴ وي، نو بیا رحماني رییس دی او نور وکیلان یې باید ومني او لانجه ونه کړي.

Share10Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران: که امریکا بیا برید وکړي تر سمندر لاندې مخابراتي کېبلونه په نښه کوو

اکتوبر 24, 2026

د افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو د قزاقستان او المان خبرې

اکتوبر 24, 2026

مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

اکتوبر 24, 2026

له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

اکتوبر 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In