د ۲۰۲۶م کال د اګست د ۲۶مې نېټې په سهار ۱۰ بجو او ۵۲ دقيقو د نيپال د لانګتانګ ليرونګ غره د شمالي ډډې يو لوی يخچال، چې د سمندر له سطحې څخه ۵۲۰۰ متره لوړوالی لري په ناڅاپي توګه وچاودید او لویه برخه يې په چټکۍ سره له جګ ځايه راښکته شوه، چې د راښکته کېدو سرعت يې په هره ثانيه کې ۵۰ متره و. لوېدلی يخچال په لاره کې له خټو او ډبرو سره ګډوډ شو او دغه چټک سيلاب په ۷ دقيقو کې ۲۲ کيلومتره مزل وواهه، چې د چين او نيپال په پوله کې يې د جيلونګ بندر سيمه په کنډوالو بدله کړه. تر اوسه د دې پېښې له امله په چين او نيپال کې له زرو زياتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه تنه نور ورک شوي دي.
د ځينو بهرنيو خبري رسنيو له خوا جوړ شوي بې ځايه خبرونه او اوازې د يخچال د ښوېيدنې د سرعت په پرتله په لا چټکه توګه خپرې شوي. ” د دغه ناورين سرچينه له چين څخه وه.” ” له چيني خوا مخکېنۍ خبرتيا پر وخت نه وه. ” ” د يخچال رالوېدل له اقليمي بدلون سره تړاو نه لري. ” داسې خبرې او تبليغات د ناورين له پېښېدو وروسته په څو ساعتونو کې جوړ او خپاره شوي دي.
د پېښې حيقيت څه دی؟
د ناورين د رامنځته کېدو سرچينه په نيپال کې ده، چې دا یو نه بدلېدونکی علمي قضاوت دی. د نيپال د ټريبهوان پوهنتون پروفيسير بينود داوانډي له چين مېډيا ګروپ سره مرکه کې پر نقشې باندې يوې سړې کرښې ته په اشارې ويلي، چې ” د نيپالي خوا دغه ټکی ليرونګ يخچال او د ناروين د رامنځته کېدو لومړنی موقعيت دی. ” نوموړي دا روښانه کړې، چې د تودوخې د لوړوالي له امله د يخچال ويلې کېدل د يخچال د ښويېدنې سبب دی او د دې پېښې تر مسلسلو اغېزو لاندې د خټو او ډبرو سيلاب رامنځته شو. د غرنيزو سيمو د جامع پرمختګ نړيوال مرکز، چې د چين، نيپال او هند په شمول د اتو هېوادونو له خوا جوړ شوی، صلاحيت لرونکی نړيوال ارګان دی؛ له ناورين وروسته سمدستي د سپوږمکۍ له لارې د تر لاسه شويو تصويرونو له مخې د يخچال د ښويېدنې سرچينه تائيده کړې، چې پايله يې له ياد قضاوت سره هم سمون لري.
د يخچال له ښويېدنې څخه پر جيلونګ بندر د ځمکې ښويېدنې تر رامنځته کېدو پورې يوازې ۷ دقيقې ولګېدې. په ۷ دقيقو کې د مخکېنۍ خبرتيا د وړاندې کولو ټکنالوژي تر اوسه په نړۍ کې نشته. لا د پام وړ ټکی دا دی: مخکېنۍ خبرتيا داسې اسان کار نه دی، چې د اشاراتو له پيدا کولو وروسته سمدلاسه خبرتيا خپره شي. د مخکېنۍ خبرتيا عنعنوي ځنځير د پېژندنې، د څېړنې پر بنسټ د پرېکړې، ګډو مشورو، د معلوماتو د خپرولو او د اړوندو خلکو د انتقال په شمول بشپړ جريان ته اړتيا لري، خو د يخچال ناورينونه په څو دقيقو کې رامنځته کيږي. ځينو بهرنيو خبري رسنيو ويلي، چې ” چين مخکېنې خبرتيا خپره نه کړه. ” د نيپال جيولوژي ډاکټر اوپنډرا بلار دغه بې ځايه خبر رد کړی او دې ته یې اشاره کړې ده، چې تر اوسه په نړۍ کې د يخچال د ښوېيدنې د دقيقې وړاندوينې ټېکنالوژي نه ده رامنځته شوې. هغه زياته کړې، چې چيني خوا هم ناورين ځپلې ده، نو بې ځايه تورونه باید ور باندې ونه لګول شي.
د نړيوال اقليم توديدل د دغه ناورين رښتينی سبب دی. په حقيقت کې د هندوکش – همالیا سيمې يخچالونه په بې ساري سرعت د ويلې کېدو په حال کې دي. د يخچالونو د بې ثابته وضعيت له امله د مسلسلو اغېزو لرونکي ناورينونه د ټيټ احتمال له پېښو څخه عادي حالت ته د بدلېدو په حال کې دي.
د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام د اسيا او ارام سمندر سيمې چارو ادارې مشرې کاني ويګناروجا خبرداری ورکړی، چې همالیا سيمه د يخچالونو د ويلې کېدو له امله د سختو سيلابونو له خطر سره مخه ده. په چين کې د نيپال لوی سفير اولي ويلي، چې طبيعي پېښو ته د سياسي رنګ ورکول له علمي پوهنې سره په ټکر کې دي. هغه زياته کړې، چې د اقليمي ناورينونو پر وړاندې سرحدي پوله نه شته او يوازينی هېواد پخپله له سيسټماتيکو خطرونو سره مقابله نه شي کولی، بېلا بېل هېوادونه بايد ګډې نظريې راغونډې کړي، ګډې هڅې دې وکړي او د ناورينونو د مخنيوي د سيمه ييزې همکارۍ سيسټم دې جوړ کړي، څو د اقليمي بدلون له ګډو ننګونو سره مبارزه وکړي.
طبيعي ناورين د سياسي لوبې کارډ نه دی. طبيعي ناورين ته د سياسي رنګ ورکول د نيپال په ټولنه کې د هرکلي وړ نه دي. د نيپال مهمو خبري رسنيو او د علمي برخې شخصيتونه له يادو بې ځايه کړنو سره مخالفت ښودلی دی. د کاڼادا، فرانسې او اتریش په شمول د ډېرو هېوادونو ساينسپوهانو د خپلواکو څېړنو پر بنسټ هغه ګډ قضاوت ته اشاره کړې، چې د دغه ناورين سرچينه د نيپالي خوا د يخچال ښوېيدنه ده.
چين د ګونګوسو پر وړاندې د ژغورنې او مرستې په هڅه کې دی. که څه هم دغه ناورين د چين سرحدي سيمې ته سخت زيانونه رسولي، خو دغه هېواد نه يوازې د پېښې په لومړي وخت کې له نيپال سره د سپوږمکيو معلومات او هيډرولوژيک معلومات شريک کړي، بلکې نيپال ته يې د تونل د ژغورنې او ډي ان اې د معلومولو کارپوهان ليږلی دي.
يخچالونه د چاودېدو او غورځېدو په حال کې دي، حقیقت نه شي پټېدای. له اقليمي بدلون سره مقابله د انسانانو ګډ کار دی او پر کومې خوا نيوکه او د سياسي رنګ ورکول بې ځایه کړنې دي، خو همکاري يوازينۍ سمه لار ده.































