شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د  ټاکنو نامعلوم برخلیک؛ ثبات او همپالنه: بایلونکی ټیم هېواد د بحران لور ته بیايي

اکتوبر 22, 2019
in افغانستان
0 0

د لومړنیو پایلو د اعلان په ځنډ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ناتوانۍ پر دغه کمېسیون نیوکې ډېرې کړې دي. سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید لومړنۍ پایلې اوس اعلان کړې وای، خو تر دې دمه یې روښانه کړې نه ده چې لومړنۍ پایلې به څه وخت اعلانېږي. وړمه شپه د امریکا سفارت د ټاکنو د پایلو پر ځنډ غبرګون وښود او د دغه کار هرکلی یې وکړ. سفارت ویلي وو چې شفافیت تر سرعت ډېر مهم دی، نو که د شفافیت لپاره ټاکنې ځنډول کېږي، دوی ورسره موافق دي. بلخوا ټاکنیز ټیمونه بیا د کمېسیون پر دې کم کاریو او ځینو نورو ستونزو نیوکې لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو څو جلسې کړې دي، خو تر دې دمه نه دي بریالي شوي چې د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره ورځ مشخصه کړي. دوی وایي چې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله یې کارونه ځنډېدلي دي، چې له دې امله د لومړنیو پایلو اعلان هم له ځنډ سره مخ شوی دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې وه چې لومړنۍ پایلې تېره شنبه د تلې په (۲۷مه) اعلان شي، خو اوس دغه اعلان ځنډېدلی دی. د ټاکنو کمېسیون تازه ویلي چې په څو راتلونکو ورځو کې به پایلې اعلان کړي. د دغه کمېسیون غړې رحیمې ظریفي ویلي، دوی نه غواړي د هغه څه په اړه خبرې وکړي چې دقیق شوي نه دي. نوموړې وايي: ((موږ وخت لرو، ډېر ژر به پایلې اعلان کړو. دقیقه نېټه نه ده معلومه، خو تر څو ورځو ځنډ وروسته به لومړنۍ پایلې د افغانستان له خلکو سره شریکې کړو)).

سره له دې چې د ټاکنیزو ټیمونو ځینو ناظرینو د ټاکنو له ځنډه هرکلی کړی دی، خو ځینې ناظرین بیا د کمېسیون پر کمکارۍ او فلجوالي نیوکه کوي. د ثبات او همپالنې ټیم غړو تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې کمېسیون په خپلو کارونو کې بریالی نه دی او ځینې بنسټونه یې په چارو کې مداخله کوي. د دوی په خبره، د ټاکنو کمېسیون تخنیکي برخې ته ځینې امنیتي کسان ننوتي دي او هلته یې لاسوهنې هم کړې دي. دوی زیاتوي چې دا مسئله باید په جدي توګه وڅېړل شي. د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم غړي علي احمد عثماني ویلي: ((ځینې امنیتي کسان د کمېسیون تخنیکي برخې ته دننه شوي او په بایومټریک دستګاوو کې یې لاسوهنه کړې ده)).

د ثبات او همپالنې ټیم دغه غړي همدا راز د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا د مشر، د امنیتي مرستیال خوشال سادات او د کمېسیون د امنیتي مسوول د دندو د ځنډولو غوښتنه هم کړې ده. نوموړي ویلي، بایلونکی ټیم غواړي چې د لوبې قاعده بدله کړي او لوبه د ځان په ګټه پای ته ورسوي.

د ثبات او همپالنې ټیم دغه راز د ولسمشر غني ټاکنیز ټیم ته په اشارې وايي، چې دوی ناکام شوي دي او هڅه کوي چې هېواد د بحران لور ته بوځي. د دوی په باور، حاکم ټیم هڅه کوي چې هر څه د ځان په ګټه وڅرخوي او له ټولو دولتي امکاناتو د ځان د بریا لپاره کار واخلي.

هغه د رایې شمېرنې په برخه کې پر شفافیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، دوی به په ټول توان د خلکو له پاکو رایو دفاع وکړي؛ خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، دا ادعا چې ګوندې امنیتي ځواکونو د ټاکنو کمېسیون په داخلي کړنو کې مداخله کړې ده، په بشپړه توګه غلطه ده او دوی یې په کلکه ردوي. د ده په خبره، امنیتي ځواکونه قانون ته ژمن دي او د ټاکنیزو پروسو په امنیت کې یې په پوره امانتدارۍ ونډه اخیستې ده.

د ټاکنو د نامعلوم برخلیک په اړه اندېښنې داسې مهال دي، چې لا هم د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان دقیقه نېټه نه ده مشخصه شوې. ځینې نوماندان بیا وایي چې لومړی پړاو ټاکنې ګټونکی نه لري، نو دویم پړاو ټاکنې هم ښایي د هوا د سړښت له امله تر راتلونکي پسرلي وځنډېږي. له دې ډلې کسانو یو هم ګلبدین حکمتیار دی چې تر دویم پړاو ټاکنو پورې د موقت حکومت غوښتنه هم کوي.

Tags: featured
Share19Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In