د کابل ولایت مقام وايي، د ۱۴۰۴ کال له پیل څخه د ۱۴۰۵ کال د تلې تر اتمې نېټې پورې د پغمان ولسوالۍ د مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب ۲۲۰ دښمنۍ او بېلابېلې شخړې هوارې شوې دي. د کابل ولایت مقام ویاند، حافظ بشارت ویلي، په دې موده کې ۱۹ اوږدمهالې دښمنۍ پای ته رسېدلې دي، چې ځینې یې څو لسیزې پخوانۍ وې او مرګژوبله یې هم لرله. د نوموړي په وینا، په هوارو شویو دښمنیو کې په ننګرهار کې ۴۰ کلنه، په کاریزک کې ۳۰ کلنه، په قلعه حیدر کې ۲۷ کلنه او د پغمان په اوریاخېلو کې ۱۴ کلنه دښمني هم شامله ده. هغه زیاته کړې، چې په همدې موده کې د کورنیو، مالي، ځمکو او میراث اړوند ۱۹۰ شخړې او ۱۱ نورې کورنۍ لانجې هم د منځګړیتوب له لارې حل شوې دي.































