جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د کابل ښار صرافان حکومت ته: که مو امنیت تامین نه کړئ، خپلې پانګې به له افغانستانه وباسو

مارچ 17, 2019
in افغانستان
0 0

د کابل ښار سوداګر او صرافان ګواښ کوي، که یې حکومت امنیت تامین نه کړي، نو ښایي خپلې پانګې له افغانستانه وباسي. تېره ورځ د کابل ښار صرافانو کاري اعتصاب کړی و او د وروستیو ناامنیو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه. دوی چې شمېر یې لسګونه کسانو ته رسېده، له حکومت غوښتل چې امنیت یې تامین کړي او که داسې و نه کړي، ښايي خپلې پانګې له افغانستانه وباسي. دوی همدا راز د انسان تښتوونکو له لوري د مهسا نومې ماشومې د وژل کېدو په تړاو سخت غبرګون وښود. د صرافانو اتحادیه وايي، چې حکومت په ځلونو ورسره د امنیت د تامین ژمنه کړې ده، خو تر دې دمه یې هېڅ ژمنه عملي کړې نه ده.

څو ورځې وړاندې انسان تښتوونکو په کابل ښار کې د یوه صراف لور تښتولې او بیا یې وژلې وه. دې مسئلې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګون پارولی دی او کاروونکي له حکومته د دغو کسانو د اعدام او قانوني جزا ورکولو غوښتنه کوي. تېره ورځ د کابل ښار صرافانو هم په همدې تړاو خپل توند غبرګون وښود او حکومت یې په بې کفایتۍ تورن کړ.

د کابل صرافانو د اتحادیې مسوولان وايي، چې د روان کال له پیل راهیسې یې د سوداګرو ۱۲ مورده قتل او برمته کېدو پېښې ثبت کړې دي، خو حکومت یوازې په ځینو مواردو کې دغو دوسیو ته رسیده ګي کړې ده. د شپږ کلنې مهسا له وژل کېدو څلور ورځې وروسته، په کابل کې د صرافانو سراسري اتحادیې، د دې پېښې په غبرګون کاري اعتصاب وکړ. دا یوازینۍ پېښه نه ده چې د حکومت د بې کفایتۍ له امله رامنځ ته شوې ده، بلکې که حکومت اقدام ونه کړي، ښایي د لسګونه انسانانو ژوند له ورته برخلیک سره مخ شي.

د کابل ښار د صرافانو د اتحادیې رییس میر افغان صافی وایي، هغه کسان چې نیول شوي باید اعدام شي او هغه چې نه دي نیول شوي، په نیولو کې یې دې حکومت هڅه وکړي. نوموړی زیاتوي: ((هغه کسان چې نیول شوي دي ژر تر ژره دې په علني توګه اعدام شي، هغه کسان چې نه دي نیول شوي باید و نیول شي، ژر دې د قانون منګولو ته وسپارل شي او په علني توګه دې خپله سزا وویني)).

میر افغان صافی وايي، په ځلونو یې له حکومت سره خپلې امنیتي اندېښنې شریکې کړې دي، خو دوی د قناعت وړ اقدامات نه دي کړي. هغه وايي، که حکومت پر وخت د غلاوو، سړي تښتونو او ورته جرمونو قضیې ونه څېړي او مجرمینو ته سزا ور نه کړي، نو دغه ډول پېښې به ورځ په ورځ ډېرې شي.

بل پلو د وژل شوې ماشومې (مهسا) پلار بیا په دغه اعتراضیه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې حکومت دې لاس په کار شي او د دې پېښې عاملان دې اعدام کړي. د نوموړي په خبره، د پېښې څېړنې ته اړتیا نه لیدل کېږي، ځکه دواړو مجرمانو اقرار کړی دی او د پېښې پړه یې منلې ده. نوموړی وايي: ((دواړه باید اعدام شي. همدا نن باید اعدام شي، ولې دا مسئله ځنډول کېږي. هغه قاتلان دي او پخپله یې پر خپل جرم اقرار کړی دی)).

د کابل ښار د صرافانو اتحادیې نورو غړو هم پر حکومت نیوکه وکړه، چې قضیه ځنډوي او پر وخت یې په اړه اقدام نه کوي. د کابل ښار د صرافانو مرستیال دادګل حضرت زی وایي، ټول اسناد او شواهد د حکومت په مخ کې پراته دي، باید په اړه یې اقدام وشي. د کابل د صرافانو اتحادیې په دې تړاو په صادر شوي پرېکړه لیک کې ویلي، چې دوی په علني توګه د دغو کسانو اعدام غواړي او که داسې ونه شي، نو ښايي ډېری صرافان خپلې پانګې له افغانستانه وباسي.

د هېواد لویه څارنوالي بیا وايي چې دغه قضیه د دوی تر څېړنې لاندې ده. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، د مهسا د قتل قضیه د دوی تر څېړنې لاندې ده او دوی له امنیتي ادارو سره په ګډه د دې قضیې څېړنه پيل کړې ده. د ده په خبره، لویه څارنوالي ژمنه ده او دغه کسان به د خپلو اعمالو سزا ته رسول کېږي.

Tags: featured
Share19Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In