یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د ګډې راتلونکې لپاره د چين – عربي ټولنې د جوړيدو ګړندي کول

مې 31, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۳۰ مه نېټه په بيجينګ کې د چين – عربي هېوادونو د همکاريو فورم د وزيرانو کچې د لسمې ناستې د پرانيستې په مراسمو کې مهمه وينا وکړه. دا د چين – عربي هېوادونو د لومړنۍ سرمشريزې تر بريالي کېدو وروسته د دواړو لورو تر منځ د وزيرانو د کچې لومړنۍ ناسته ده، له همدې کبله د يادې ناستې د پرېکړو د پلي کولو او په نوي دور کې د ګډې راتلونکې لپاره د چين – عربي هېوادونو ټولنې د جوړيدو د ګړندي کولو لپاره خورا ډير اهميت لري.

سږ کال د چين – عربي هېوادونو د همکاريو فورم د رامنځته کېدو شلمه کليزه ده. په تېرو شلو کلونو کې د چين – عربي نړۍ اړيکو متقابل ستراتيژيک باور پوخ کړی او په دوامداره توګه د عملي همکاريو د پراخېدو او د ولسي تبادلو سبب شوې دي چې په پایله کې یې د جامع، څو اړخيزو او پراخو ابعادو لرونکو اړيکو بېلګه رامنځته شوې ده. د فورم د کاري چوکاټ په لړ کې په مختلفو برخو کې د همکاريو ۱۹ ميکانيزمونه رامنځته شوي او د مختلفو ډولونو ۸۵ سندونه صادر شوي چې د چين – عربو د جامع عملي همکاريو نوي ليدلوري ته بڼه ورکوي.

رئيس شي پرانيستغونډې ته په وينا کې وويل، چين ليواله دی چې له عربي لوري سره کار وکړي څو د مساواتو او متقابلو ګټو پر بنسټ د چين – عربو له اړيکو د کمربند او لار وړانديز په چوکاټ کې د باکيفيته عملي همکاريو بېلګه رامنځته شي.

د دواړو لورو د ګډو هڅو له لارې د چين – عربي هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې په جوړيدو کې مثبت پرمختګونه شوي او د دواړو اړخونو تر منځ ستراتيژيک متقابل باور لا ډير پوخ شوی دی.

چين د عربي ټولنې د پراختيا لپاره ښه ځواک دی. دغه هېواد له ۱۴ عربي هېوادونو او عرب ليګ سره جامع ستراتيژيک مشارکت يا ستراتيژيک مشارکتونه رامنځته کړي دي. چين د سعودي عربستان او ايران تر منځ په تاريخي پخلاينې او عرب ليګ ته د سوريې په بيا راستنېدو کې مهم رول لوبولی دی. د عربي هېوادونو د ستراتيژيکې خپلواکۍ د پياوړتيا ملاتړ یې کړی او د فلسطين د مسئلې هوراۍ ته یې د جامع، عادلانه او دايمي حل لارې غوښتنه کړې ده.

د چين او عربي هېوادونو تر منځ عملي همکارۍ د ژوريدو په حال کې دي: ۱۷ عربي هېوادونو د اسيا د بېخ بيناوو د پانګونې بانک غړيتوب اخيستی دی. چين له عرب ليګ او عربي هېوادونو سره د همکاريو ۲۲ سندونه لاسليک کړی څو د کمربند او لار په ابادۍ کې ګډ کار وکړي، چې په پایله کې يې د کمربند او لار وړانديز په چوکاټ کې دواړو لورو د همکاريو تر ۲۰۰ ډيرې پروژې پلې کړې دي. تر دې ټولو ور ها خوا، چين له تېرو څو کلونو راهيسې د عربي هېوادونو تر ټولو لوی سوداګريز شريک دی.

په ۲۰۲۲ کال کې د چين – عربي هېوادونو په لومړۍ سرمشريزه کې رئيس شي جين پينګ د چين – عربو د عملي همکاريو لپاره د «همکاريو اته مهم وړانديزونه» وړاندې کړي وو او دواړو لورو هوکړه کړې وه چې په نوي عصر کې به د چين – عربي هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د رامنځته کولو لپاره ټولې هڅې وکړي. له هغې را هيسې، د چين – عربو اړيکې د ژور انکشاف او لوړ کيفيت نوې مرحلې ته داخلې شوې دي.

رئيس شي په خپله وينا کې يادونه وکړه چې د همکاريو اتو مهمو وړانديزونو مهمې لومړنۍ لاسته راوړنې درلودلې دي او چين ليواله دی چې له عربي هېوادونو سره د «همکاريو د پنځو چوکاټونو» د رامنځته کولو د بنسټونو په توګه ترې کار واخلي: لومړی د نوښتونو لپاره يو ډير متحرک چوکاټ، دويم د پانګونې او مالي همکاريو لپاره پراخ شوی چوکاټ، درېيم د انرژۍ په برخه کې د همکاريو څو اړخيز چوکاټ، څلورم د متقابلو ګټورو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو لپاره متوازن او پنځم د ولسي تبادلو لپاره يو پراخ چوکاټ.

چين د چين – عربي هېوادونو د همکاريو فورم د وزيرانو کچې د لسمې غونډې کوربه دی څو د چين – عربو د همکاريو لپاره اجماع پياوړې کړي، د همکاريو لپاره يوه نقشه جوړه او نوي ليدلوري وارزوي. د بحرين، مصر، تونس او عربي محتده اماراتو مشرانو، چې روانه اونۍ د چين په سفر دي، له رئيس شي جين پينګ سره يو ځای د وزيرانو کچې د ناستې په پرانيستغونډه کې ګډون کړی و. دا د چين – عربو د همکارۍ ځانګړنه ده چې له يوې خوا د دولتونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو له لوري رهبري کيږي او له بلې خوا د نوي دور هر اړخيزو اړيکو پياوړي کول پکې د ټولو لورو ګډه هيله ده.

ShareTweetShare

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه لري

سپتمبر 13, 2026

حوثیانو د سعودي عربستان پر یوې پوځي اډې برید کړی

سپتمبر 13, 2026

کرکټ؛ د افغانستان او هند ترمنځ نن د شل‌اوریزو لوبو لړۍ پیلېږي

سپتمبر 13, 2026

افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In