شنبه, اکتوبر 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

    له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

    له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

رښتیا هم د سولې هڅې د حکومت تر چتر لاندې دي؟

د مسیر ورځپاڼې د نن ورځې سرلیکنه

جنوري 29, 2019
in دریځ
0 0

ولسمشر غني پرون د سولې په تړاو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د سولې په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو کوښښونه زموږ د سولې د برنامې یوه برخه ده چې مالکیت یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې دی. نوموړي دغه راز ادعا کړې چې ګواکي د ځینو هېوادونو په اړه د دوی د انزوا طرحې نتیجه ورکړې او پایله یې اوسنۍ روانې خبرې دي. ولسمشر ویلي: «موږ د ځینو هېوادونو د انزوا او د ځینو هېوادونو د مرستو جلبولو طرحه د تېر کال په حمل کې د امریکا دولت ته وړاندې کړه. د دې طرحې مثبت نتایج موږ نن هره ورځ ګورو».

د ولسمشر له خبرو دوه مسایل ښکاري، لومړی دا چې لا هم د سولې د روانو هڅو په تړاو خلکو ته ناسم معلومات ورکوي او بل دا چې غواړي خلکو ته د سولې په روانو هڅو د کاذبانه تسلط تصویر وړاندې کړي. ټول پوهېږي چې د سولې روانه پروسه د امریکا او طالبانو ترمنځ ده. په دې چاره کې پاکستان هم پوره ښکېل دی او ان سعودي او امارات هم په یوه برخه کې ور ګډ شول، خو لا هم افغانستان پکې نه دی ګډ شوی. د سولې په تړاو ښکاري چې د امریکا او پاکستان معامله هم روانه ده. نو په دې خبرو کې یوازې افغان حکومت منزوي شوی دی. اوس ولسمشر د دې پر ځای چې خلکو ته رښتیا ووايي او ښکاره کړي چې په دغو خبرو کې افغان دولت منزوي شوی دی، هڅه کوي چې خپل کاذبانه تسلط وښيي. کله چې یو څوک د پروسې برخه نه وي او د پروسې د برخې کېدو لپاره یې هڅې بیا بیا ناکامېږي، نو څنګه ادعا کولی شي چې هر څه زموږ تر کنټرول لاندې دي!؟ تر دې خندوونکې او حیرانوونکې خو یې لا دا ده چې ولسمشر د امریکا هڅې هم د خپل پروګرام برخه ګڼي او وايي: «د سولې په برخه کې د امریکا د متحدو ایالاتو کوښښونه زموږ د سولې د برنامې یوه برخه ده». ګواکي خلیلزاد هم د امریکا نه، بلکې د افغان حکومت مامور دی.

ولسمشر بیا د پاکستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کوي، وايي چې ګواکي امریکا د پاکستان د منزوي کېدو په اړه د افغان دولت طرحه عملي کوي. د دې مانا دا ده چې د افغانستان حکومت تر امریکا پیاوړی دی او ښه طرحه جوړولی شي. امریکا خپله طرحه نه لري او د افغانستان د حکومت طرحه عملي کوي. خو ولسمشر په خپلو سترګو کې خاورې شیندي او هېروي چې پاکستان د معاملې برخه دی او امتیاز اخلي. همدا اوس یې په دې تړاو درې میلیارده ډالره له اماراتو، شپږ میلیارده له سعودي او ان له امریکا هم پیسې ترلاسه کوي. که دېته انزوا ویل کېږي، دا نو بیا پکار ده چې په قاموسونو کې د انزوا مانا بدله شي.

ولسمشر ته پکار ده چې د ناسمو او هوايي خبرو پر ځای ولس ته رښتیني معلومات ورکړي، څو د سترو زیانونو مخه ونیول شي. رښتیا دا دي چې د سولې پروسه د حکومت له کنټرول څخه بهر ده، امریکا یا ونه غوښتل او یا یې ونه شو کولی چې طالبان له حکومت سره خبرو ته کېنوي. رښتیا دا دي چې د پاکستان او امریکا ترمنځ معامله روانه ده. رښتیا دا دي چې د سولې په پروسه کې تر نورو ټولو اړخونو افغان حکومت منزوي او بې خبره دی. که ولسمشر خلکو ته رښتیني معلومات ورکړي، نو خلک بیا حالت بدلولی شي، د ناوړه معاملو مخه نیولی شي او د سولې هڅې رښتیني مسیر ته برابرولی شي.

 

Share14Tweet9Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران: که امریکا بیا برید وکړي تر سمندر لاندې مخابراتي کېبلونه په نښه کوو

اکتوبر 24, 2026

د افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو د قزاقستان او المان خبرې

اکتوبر 24, 2026

مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

اکتوبر 24, 2026

له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

اکتوبر 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In