د سرپل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او ۸ ولسوالیو کې د ۱۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۲ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه پروژې د سرپل په مرکز، الجهاد، کوهستانات، بلخاب، سیدآباد، سانچارک، سوزمه قلعه، ګوسفندي او صیاد ولسوالیو کې پلې شوې دي. په دغو پروژو کې د اوبو رسولو شبکو، کوچنیو اوبو بندونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.































