شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

سرچینې: له امریکا سره تر توافق وروسته، پر موقت حکومت کار پیلېږي

اگست 6, 2019
in افغانستان
0 0

په قطر کې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅه روانه ده، خو ځینې سرچینې دا هم وايي چې هلته سر له اوسه د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو په تړاو خبرې کېږي. ویل کېږي چې د امریکا او طالبانو تر توافق وروسته به د موقت حکومت پر جوړولو کار پیلېږي. ویل کېږي چې په ناروې یا جرمني کې به بین‌الافغاني ناسته تر سره کېږي او په دې ناسته کې به د افغانستان د راتلونکي حکومت او ټاکنو په اړه هم خبرې وشي.

له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل پر مهال دا ګنګوسې هم خپرې شوې، چې دغه ډله د ملي یووالي حکومت مخالفه ده او په هېڅ صورت ورسره مخامخ خبرې نه کوي. تر څنګ یې ویل کېدل چې موقت حکومت به رامنځ ته کېږي او دا حکومت به په هېواد کې ټاکنې تر سره کوي. د موقت حکومت د جوړېدو ګنګوسو د ولسمشرۍ نوماندان پر ټاکنو شکمن کړي او ډېرو نوماندانو خپل ټاکنیز کمپاین نه دي پیل کړي او د ځینو نورو کمپاین د پخوا په پرتله، سوړ او پیکه دی.

بلخوا طالبانو او د سولې مذاکراتو ته نږدې سرچینو کابل نیوز ته ویلي، د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ له اختر وړاندې د هوکړې د لاسلیکېدو احتمال دی. د یادو سرچینو په باور، د هوکړې تر لاسلیک وروسته په ناروې یا جرمني کې د بین‌الافغاني مذاکراتو ناسته کېږي او ښايي په دغه ناسته کې په افغانستان کې د قدرت د انتقال او نوي حکومت پر څرنګتیا بحث وشي. دغه سرچینې ویلي: ((د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې هوکړې تر لاسلیکېدو وروسته پر موقت حکومت کار پیلېږي. د موقت حکومت د مشرۍ لپاره د یو شمېر کسانو پر نومونو سر له اوسه غور روان دی)).

بلخوا د ملي یووالي حکومت له پيله د دغه طرحې او پلان مخالف دی. ولسمشر غني په ځلونو ویلي چې موقت حکومت د افغانانو په زیان دی او دی یې په پوره قوت مخالفت کوي.

بل پلو په کابل کې د طالبانو پخوانی چارواکی او د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا بیا وایي چې د بنسټيزې او دایمي سولې لپاره ټاکنې باید وځنډول شي. د ده په خبره، پر ټاکنو ټینګار پخپله د جګړې اوږدول او د سولې د هڅو تخریبول دي. سید اکبر اغا وایي، تر هغه چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې، د شفافو ټاکنو تر سره کېدل ناممکن کار دی او حکومت ته پکار ده چې سولې ته تر ټاکنو لومړیتوب ورکړي.

د دې شورا نور غړي هم د سولې خبرو کې له پرمختګونو سره هممهاله تر انتخاباتو مخکې پر سولې ټینګار لري. دوی وايي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې روانې دي او دغه بهیر له پرمختګونو سره مخ دی، خو افغان حکومت بیا د انتخاباتو په تر سره کېدو ټینګار کوي. د دغې شورا غړي وايي چې سوله باید د انتخاباتو لپاره قرباني نه شي، ځکه د دوی په خبرّه، د ټاکنو په تر سره کېدو سره جګړه نه ختمېږي، بلکې مشکلات ډېرېږي.

د افغانستان د خلاصون شورا  د بهرنیانو د وتلو ترڅنګ وايي، حکومت د ټاکنو په تړاو سلا مشورې پیل کړې دي، خو د سولې د ټینګښت لپاره له ولس سره مشورې نه کوي. دوی وايي، ولس د یوه مستحکم نظام غوښتونکی دی، څو وکولی شي په هېواد کې سوله تامین کړي. د خلاصون لارې شورا ټینګار کوي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، تر سولې هاخوا بل هېڅ ښه بدیل د ښې راتلونکې لپاره نشته.

د موقت حکومت او سولې لومړیتوب خبرې داسې مهال کېږي، چې حکومت هم د موقت حکومت مخالف دی او هم ټاکنې تر سولې مهمې بولي. دوی وایي چې پر خپل وخت ټاکنې کوي او له طالبانو سره د سولې مذاکرات هم پر مخ وړي.

Tags: featured
Share29Tweet18Share7

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

سپتمبر 12, 2026

غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

سپتمبر 12, 2026

مودي: د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د سمندري لارو امنیت مهم دی

سپتمبر 12, 2026
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In