د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له سویلي کوریا سره د سوداګریزې هوکړې په چوکاټ کې د امریکا د تېلو او ګازو د تولید د زیاتولو لپاره د ۸.۴ میلیارد ډالرو پروژه هم شامله ده. د ټرمپ په وینا، د دې پروژو پلي کېدل به د امریکا د انرژۍ سکټور پیاوړی او د نړۍ د انرژۍ امنیت ته به وده ورکړي. نوموړي ویلي، سویلي کوریا په امریکا کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیارد ډالرو د پانګونې پلان لري؛ خو سیول ټینګار کوي چې د الاسکا د ۵۴ میلیارد ډالرو د ګازو پروژې په اړه یې وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.































