د چين د وارداتو او صادراتو ۱۴۰م نندارتون د اکتوبر په ۱۵مه نېټه په ګوانګ جو ښار کې پرانيستل شو.
د دغه نندارتون لومړی پړاو د پرمختللي توليد پر سرليک ترسره شو او مساحت يې ۵۲۰ زره متر مربع ښودل شوی دی.
په دغه نندارتون کې د برېښنايي توکو او کورنيو برېښنايي ماشينونو، صنعتي توليداتو، د رڼا او برېښنا تجهيزاتو، هارډوير وسايلو او موټرونو په شمول عصري او پرمختللې لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شوې دي.
په دغه نندارتون کې څه باندې ۱۲ زرو شرکتونو، چې کابو ۶ زره یې ډېر مشهور او مخکښ دي، برخه اخيستې ده.
د ۲۰۸ هېوادونو او سيمو ۸۶ زرو سوداګرو له دغه نندارتون څخه په لومړۍ ورځ لیدنه کړې ده.































