شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

طالبان د ټاکنو د مخنیوي، خو حکومت یې د تر سره کولو خبره کوي

اگست 7, 2019
in افغانستان
0 0

د سولې له خبرو سره هممهاله د ټاکنو په اړه ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي. سره له دې چې په هېواد کې ډېرو سیاسي جریانونو په بېلو غونډو کې سوله تر ټاکنو مهمه او لومړیتوب بللې ده، خو حکومت پر ټاکنو ټینګار کوي چې دې مسئلې د طالبانو غبرګون هم پارولی دی. طالبان ټاکنې د پردیو په لاس کې بولي او وایي چې د خلکو رایې ته درناوی نه کېږي، نو ځکه په پوره توان هڅه کوي چې د ټاکنو مخه ونیسي.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې دي. له دې سره هممهاله حکومت او ټاکنیز کمېسیونونه وایي چې ټاکنې به په ټاکلې نېټه تر سره کړي. د پارلمان ډېرو غړو هم تېره ورځ پر وخت د ټاکنو پر تر سره کېدو ټینګار کړی او له حکومت سره یې ژمنه وکړه چې د کال د نیمایي او ټاکنو بودجه به تصویب کړي.

بلخوا وسله والو طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دوی په هېڅ صورت په خپلو سیمو کې ولسمشریزو ټاکنو ته اجازه نه ورکوي. دوی نه یوازې د ټاکنو د مخنیوي خبره کړې ده، بلکې په ټاکنیزو کمپاینونو او په دې اړه په کېدونکو غونډو یې د بریدونو ګواښ هم کړی دی. وسله والو طالبانو پر خلکو غږ کړی چې په ټاکنیزو فعالیتونو کې دې برخه نه اخلي، ځکه ښايي د دوی د وسله والو تر برید لاندې راشي.

وسله وال طالبان وایي چې د ټاکنو ډېره برخه بودجه بهرنيان ورکوي، نو د بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې ټاکنې تر سره کېدل ناسم دي او د ټاکنو پایله به له بهرنیانو سره وي. دوی د ۲۰۱۴ ز کال د ټاکنو بېلګه راوړې چې د خلکو رایو ته درناوی ونه شو او د امریکا د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په خپله خوښه حکومت جوړ کړ. د دوی په خبره، هغه مهال زرګونو خلکو رایه ورکړه او میلیونونه ډالر ولګول شول، خو وروستۍ پرېکړه بهرنیانو وکړه. دوی د راتلونکو ټاکنو په اړه هم دا وايي چې حکومت په ټول افغانستان کې ټاکنې نه شي تر سره کولی او په څو محدودو ولایتونو کې د ټاکنو تر سره کېدل د ټولو افغانانو استازیتوب نه شي کولی، نو ځکه دا یوه تېر اېستونکې پروسه ده.

بل پلو افغان حکومت بیا د طالبانو پر دې خبرداري هم توند غبرګون ښودلی دی. د ارګ له مطبوعاتی دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د وسله والو طالبانو د سولې هڅې نمایشي دي، ځکه دوی په عمل کې لا هم افغانان په مرګ ګواښي. په خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکنې د ولس حق دی او افغانان د دې حق لري چې خپل زغیم پخپله وټاکي.

ارګ دغه راز پر ټولو امنیتي ځواکونو غږ کړی چې د ټاکنو امنیت خوندي کړي او طالبانو ته اجازه ور نه کړي چې دغه ملي پروسه زیانمنه کړي. په خبرپاڼه کې راځي: ((د افغانستان حکومت یو ځل بیا له ټولو بنسټونو څخه چې د ټاکنو تر سره کېدو کې ونډه لري، غواړي چې ټاکنې پر خپل ټاکلي وخت تر سره کړي. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د هیواد اصیل بچیان دي، په بشپړ ډول چمتو دي چې د افغانستان خلک له دغه ډول تهدیدونو څخه خوندي کړي او هېڅوک به پرې نږدي چې د دوی د برخلیک ټاکلو کې، د دوی د ګډون مانع شي)).

بل پلو د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم پر امنیتي ادارو غږ کړی چې له دوی سره خپله همکاري ډېره کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دوی پر وخت د ټاکنو تر سره کېدو ته چمتو دي، خو امنیتي ادارو ته پکار ده چې له دوی سره د امنیت په تامین او امنه فضا کې د ټاکنیزو کمپاینونو تر سره کېدو کې همکاري وکړي.

تېره ورځ ډېرو نورو سیاسي ډلو او ګوندونو هم په یوه خبري غونډه کې ویلي وو، چې ټاکنو ته باید تر سولې لومړیتوب ور نه کړل شي. د دوی په باور، که سوله وشي، نو په افغانستان کې به شفافې او د ټولو اړخونو د منلو وړ ټاکنې تر سره شي.

Tags: featured
Share9Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

سپتمبر 12, 2026

غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

سپتمبر 12, 2026

مودي: د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د سمندري لارو امنیت مهم دی

سپتمبر 12, 2026
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In