جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

طالب زندانیان او سوله؛ د ولسي جرګې رییس: ښایي بهرني استادان مړه شوي وي، ځکه په تبادله کې ځنډ راغی

نوومبر 17, 2019
in افغانستان
0 0

د طالبانو او امریکايي لوري تر منځ د زندانیانو د تبادلې تر ځنډ وروسته، په رسنیو کې پر دې موضوع ډول ډول تحلیلونه خپرېږي. تازه د افغانستان ولسي جرګې هم پر دې مسئله غبرګون وښود او د دغه جرګې مشر د بهرنیو استادانو په اړه نوې څرګندونې کړې دي. هغه ویلي، د دې امکان شته چې بهرني استادن مړه شوي وي؛ نو ځکه دغه تبادله ځنډېدلې ده. د ولسي جرګې د تېرې ورځې مهمه موضوع همدا او د ټاکنو مسئله وه.

تېره اونۍ ولسمشر غني په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د طالبانو دری مهم زندانیان انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید یې د دوو بهرنیو استادانو په مقابل کې خوشې کړي دي. ده ویلي وو چې دغه کسان په مشروطه توګه ازاد شوي، خو خپل شرطونه یې په ډاګه نه کړل. تازه راپورونه وايي چې طالب زندانیان بېرته افغانستان ته لېږدول شوي او د افغان حکومت په بند کې دي.

د ولسي جرګې د تېرې ورځې غونډه هم پر همدې موضوع ګرمه وه. د ولسي جرګې غړو ویل چې د سولې لپاره د زمینې برابرولو په موخه، د دغو زندانیانو خوشې کول ښه کار دی، خو باید دا واضح شي چې ولې دغه پروسه وځنډول شوه. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني بیا د تېرې ورځې په غونډه کې وویل، دی هم د ولسي جرګې د مشر په توګه د بهرنیو استادانو په اړه معلومات نه لري، خو د دې احتمال شته چې دوی مړه شوي وي. رحماني وویل: ((د معاملې له ځنډېدو دا ثابتېږي چې طالبان پر خپلو ژمنو وفا نه کوي. دوی خپلواک نه دي، ان د خپلو بچیانو خوشې کول یې هم په وس نه دي پوره او په دې اړه پرېکړه کول یې د صلاحیتونو له داېرې وتلی کار دی. یا هم د دې احتمال شته چې دغه استادان نور ژوندي نه وي)).

د ولسي جرګې غړو دغه راز پر ولسمشر غني نیوکه وکړه چې د سولې په چارو کې له دوی سره هېڅ راز مشوره نه ده شوې. د دوی په خبره، ولسمشر غني ته پکار ده چې له ولسي جرګې سره د سولې پر موضوع مشوره وکړي او دغه راز د خلکو غوښتنو ته پام وکړي.

د ولسي جرګې غړي د بیجېنګ د غونډې په اړه هم وایي چې له دوی سره مشوره نه ده شوې او نه هم د دغه جرګې کوم غړي ته په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وايي چې ولسمشر د سولې په اړه ورسره لیدلي دي، خو د بیجېنګ د غونډې په اړه یې هېڅ راز مشوره نه ده ورسره کړې. رحماني وايي: ((نه موږ هیئت ټاکلی دی او نه هم چا راسره مشوره کړې ده. د سولې په اړه هم زه دومره معلومات لرم چې په رسنیو کې خپرېږي)).

د ولسي جرګې غړي دغه راز وايي چې د سولې اساسي کرښي باید د حکومت له لوري مشخصې شي، بیا دې ولسي جرګې ته ولېږل شي او تر تایید وروسته دې هغه عملي شي. د ولسي جرګې غړې فاطمه کوهستاني وايي: ((د سولې لپاره باید اساسي کرښې مشخصې شي، بیا دې ولسي جرګې ته ولېږل شي، تر تصویب وروسته دې حکومت خپل هیئت انتخاب کړي، که دا کار نه کوي، نو هیئت او پرېکړه یې ملت ته د منلو نه ده)).

له دې سره هممهاله تازه افغان حکومت وايي چې دری طالب بندیان تر دې دمه د افغان حکومت په زندان کې دي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تېره ورځ ناوخته په ټوېټري پیغامونو کې ویلي، چې انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید د افغان حکومت په زندان کې دي. د ده په خبره، طالبانو د یادو کسانو د خوشې کېدو لپاره ټاکل شوي شرایط پوره نه کړل؛ نو ځکه دغه پروسه ځنډېدلې ده. صدیقي دا نه دي ویلي چې طالبانو باید کوم شرایط پوره کړي وای، خو وایي چې د تبادلې پروسه دمګړۍ ځنډېدلې ده.

Tags: featured
Share10Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In