جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

عبدالله عبدالله: د رایو بیا شمېرنې بهیر د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي

نوومبر 18, 2019
in افغانستان
0 0

سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شفافو ټاکنو د تر سره کېدو ژمنه کړې وه، خو دغه کمېسیون بریالی نه شو چې له دې بهیر د ولس تمه او هیله پوره کړي. تازه د افغانستان ټاکنې د نوو ناندریو لامل شوې دي او ټاکنیزې ډلې یې د یو بل پر وړاندې درولې دي. ټاکنو کمېسیون پر دې تورن شوی چې د یوه خاص ټاکنیز ټیم فرمایشونه عملي کوي او خپله بې طرفي نه ساتي. د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، کمېسیون باید ځان بې طرفه وساتي، قوانینو ته درناوی وکړي او د یوې ټاکنیزې ډلې فرمایش دې نه مني.

تېره ورځ د هېواد په ډېری ولایتونو کې د ځینو محلونو د رایو بیاشمېرنه پيل شوه. ورسره جوخت د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې خبري کنفرانس درلود او ویل یې، دوی د بیاشمېرنې له پروسې سره موافق نه دي. کمېسیون بیا وايي چې دوی د ټولو ټاکنیزو ډلو په مشوره او همکارۍ دغه پروسه پيل کړې ده او هېڅ ډول قانوني ستونزه نه لري. خو د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله بیا وايي، چې کمېسیون په غیر قانوني توګه د رایو بیاشمېرنه پیل کړې ده. د ده په خبره، د دوی ناظرین او یا هم د نورو نوماندانو ناظرین په دې پروسه کې نظارت نه کوي چې له همدې امله قانوني مشروعیت نه لري او پایله یې دوی ته د منلو نه ده.

ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې د ټاکنو کمېسیون د دوی قناعت نه دی حاصل کړی، نو ځکه د رایو د بیاشمېرنې په پروسه کې ګډون نه کوي . عبدالله زیاته کړې: ((موږ د رایو د بیاشمېرنې په پروسه کې ونډه نه اخلو. که کمېسیون پر خپله دې پرېکړه بیاکتنه ونه کړي، نو خپله بې طرفي تر پوښتنې لاندې راولي. نو په دې صورت کې به بیا موږ خپله بله پرېکړه وروسته اعلان کړو)).

عبدالله عبدالله دغه راز په خپلو پرونیو څرګندونو کې دا هم وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دولت جوړوونکي ټیم ملاتړ کوي. هغه وویل: ((په هر ځای کې چې تقلب دی، دولت ساز ټیم دفاع ترې کوي. د ټاکنو له خپلواک کمېسیون مو نه دا تمه وه او نه یې لرو، چې د دولت ساز ټیم د ویاند دنده تر سره کړي)).

ټاکنو کمېسیون په ډېرو ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنه پيل کړه، خو له دې ډلې په ځینو ولایتونو کې خلکو اعتراض وکړ او د رایو د بیاشمېرنې مخنیوی یې وکړ. کندوز هم یو له هغو ولایتونو و چې د ثبات او همپالنې ټیم پلویانو د رایو د بیاشمېرنې مخالفت پکې وکړ او په دې لړ کې شخړه وشوه، چې د دغه ټاکنیز ټیم یو ناظر په دې پېښه کې وژل شوی دی. عبدالله عبدالله پر دې هم نیوکه وکړه چې حاکم ټیم له امنیتي ځواکونو د سیاسي موخو لپاره کار اخلي.

ده وویل، دا مشخصه نه ده چې دغه ناظر د چا لخوا وژل شوی، خو وایي، امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې پر خلکو ډزې وکړي. عبدالله وویل: ((په داسې شرایطو کې چې د ترهګرۍ ضد جګړه روانه ده، امنیتي ځواکونو ته امر کېږي چې پر خلکو ډزې وکړي. هر څوک چې دغه امر ورکوي بیا یې دې پایلو ته هم ځواب ووايي)).

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په کندوز کې پر لاریون کوونکو ډزې غندلې دي. نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي چې امنیتي ځواکونه د ارضي تمامیت او ملي ګټو ساتونکي دي، نو ټاکنیزې ډلې دې دوی د سیاسي موخو او سیالیو لپاره نه کاروي. د نوموړي په خبره، د مسوولینو له لوري په ورته مواردو کې د امنیتي ځواکونو کارول د هېواد په خیر نه دي او باید دغه لړۍ ودرول شي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا د ډاکټر عبدالله عبدالله دغه تورونه ردوي او وایي، له امنیتي ځواکونو تر اوسه هېڅ داسې شکایت نه دی ثبت شوی.

بلخوا د نوماندانو شورا هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی د رایو د بیاشمېرنې له پروسې سره مخالف دي او د کمېسیون پرېکړه قانوني نه ده. د دوی په خبره، دغه شورا لا هم پر خپل پخواني دریځ ټینګار کوي او له کمېسیون تمه لري چې قوانینو ته درناوی وکړي.

سره له دې چې کمېسیون خپلې پرېکړې قانوني بولي، خو د ټاکنیزو ډلو ډېرو پلویانو په ځینو ولایتونو کې د کمېسیون دروازې تړلې دي او د دوی کارکوونکو ته د رایو د بیاشمېرنې اجازه نه ورکوي.

بلخوا د دولت جوړوونکي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح بیا د ډاکټر عبدالله عبدالله پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. ده ویلي چې د ثبات او همپالنې ټیم ټاکنې بایللې دي، نو له دې امله د کمېسیون پرېکړو ته درناوی نه کوي. د ده په خبره، د کمېسیون غړي د ټولو نوماندانو له لوري ټاکل شوي دي، نو له دې امله دوی پر دې باید تورن نه شي چې د دولت جوړوونکي ټیم ملاتړ کوي.

Tags: featured
Share11Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In