د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ادعا کړې، چې پر ایران د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې د سلګونو ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا پنځه زره کسان وژل شوي دي. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۷مه، ویلي چې امریکا او اسراییلو د ایران د جګپوړو سیاسي او پوځي چارواکو په وژلو سره له نړیوالو حقوقو سرغړونه کړې ده. عراقچي په میناب کې د څه باندې ۱۶۰ زدهکوونکو او ښوونکو وژل کېدل، د لامرد پر ورزشي لوبغالي د کلستر بمونو برید او په کوهستک سیریک کې د واده پر مراسمو برید هغه پېښې بللې چې د ده په وینا، جنګي جنایتونه دي. نوموړي ویلي، امریکا او اسراییل نه شي کولی د حقیقت په سرچپه ښودلو او د قرباني او تېري کوونکي د ځایونو په بدلولو سره دغه پېښې پټې کړي.































