جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

له هرې کوچنۍ بستې څخه ښکاري چې د چين اقتصاد د ښه کېدو په حال کې دی

جنوري 25, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د کرنيزې جنترۍ له مخې د چين پسرلني اختر يا نوی کرنيز کال ته د ګوتو په شمېر  ورځې پاتې دي، خو د بستو او مالونو د لېږد رالېږد ډېرو ويبساټونو، مرکزونو او خدماتي بنسټونو ويلي چې کارکوونکي به يې د  پسرلني اختر په موده کې رخصت نه شي، ځکه کارونه به يې  ډېر بوخت او ښه روان وي. همدا هم د چین  د اقتصادي پرمختګ یوه غوره نښه ده.

د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د چين حکومتي شمېرنې ښيي چې تېر کال د چين د چټک پوست له لارې د لېږدول شويو بستو شمېر ۱۳۲ ميليارډو او ۷۰ ميليونو ته رسېدلی چې دغه رقم د وړم کال په پرتله په سلو کې ۱۹ اعشاريه څلور زيات شوی او په مسلسلو لسو کلونو کې يې په نړۍ کې لومړی ځای او ٪ ۶۰ برخه نيولې ده.

هسپانوي پېرېدونکي روج رودريګوز په وروستيو کې له يوه انلاین چيني دوکان څخه د موټر د تخنيکي ستونزو د څار اله اخيستې او ويلي يې دي، چې په څه کم پنځو ورځو کې يې دغه اله ترلاسه کړې او دغه سرعت يې د حيرانتيا وړ بللی دی.

چټک پوست د عصري خدماتي چارو يوه برخه ده او د چټک پوست له لارې د ليږدول شوو بستو شمېر د چين د اقتصاد د څارنې يو مهم ګراف بلل کېږي. د چين د چټک پوست چارو څنګه چټک پرمختګ موندلی؟ لامل يې د چیني بازار د اړتياوو له زياتوالي، د برابروونکو  له هڅو او د نورو منځنيو خواوو له ملاتړ سره تړاو لري.

دا چې د چټک پوست چارو پرمختګ کړی دی نو لومړی لامل يې د پيرېدونکو زياتې اړتياوې دي. چين په نړۍ کې تر ټولو پټ قوت لرونکي مصرفي بازار لري چې نفوس يې څه باندې يو اعشاريه څلور میليارډه دی. په چين کې هره ورځ په منځنۍ توګه ۳۵۰ میليونه بستې د چټک پوست له لارې لېږدول کېږي. تېر کال د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره د وروستي مصرفي لګښت خدماتي انډول په سلو کې ۸۲ اعشاريه پنځو ته ورسېد. اوس په چين کې د انټرنېټ کاروونکو شمېر له يو ميليارډو تنو څخه اوښتی دی. په انلاین بازار کې د توليداتو د پرچون ارزښت د مصرفي توليداتو د پرچون د عمومي ارزښت په سلو کې ۲۷ اعشاريه شپږ برخه نيولې ده.

ايا برابروونکې خواوې په چټکۍ سره پيرېدونکو ته مالونه لېږدوي که نه چې دا هم د پېرېدونکو له رضايت سره هم تړاو لري. اوس چين په نړۍ کې يوازينی داسې هېواد دی چې د ملګرو ملتونو د صنايعو د طبقه بندي له مخې ټول صنعتي ډولونه لري. لوی صنعتي همکاريز توان او د برابروونکي ځنځير غوره والی د چيني تصديو د توليدي سرعت او غبرګون لپاره قوي ضمانت برابروي.

د چين د شان دونګ ولايت د ژي جاو ښار د جامو او خولۍ  د يوه جوړوونکي شرکت مسؤل وايي چې موږ کولی شو چې د بهرنيو پيرېدونکو د توليداتو د فرمایشونو پر بنسټ په  ۲۴ ساعتونو کې د دغو توليداتو نمونې جوړې کړو. په انلاین بازار کې د نړيوالې الکترونیکې سوداګرۍ په سمسورېدو سره چیني توليدات هم په نورو هېوادونو کې د هرکلي وړ ګرځېدلي دي. همدا هم د هغه حالت سبب شوی چې تېر کال د نړيوالې سوداګرۍ د کمزورتيا او حتی د ورووالي په حال کې د چيني الکترونیکو سوداګریزو صادراتو په سلو کې ۱۹ اعشاريه ۶ زيات شوي دي.

ترانسپورتي بنسټيز تأسيسات او د مالونو د لېږد رالېږد سيستم د تقاضا او عرضې په منځ کې د وينې پايپ په څېر رول لوبولی څو د مالونو لېږد رالېږد تضمين شوی وي. تر اوسه پورې چين په نړۍ کې د چټک ريل‌پټلۍ او ګړندي سړکونو  تر ټولو لويه شبکه او د نړيوالې کچې بندرونه جوړ کړي دي. د امريکا د (PRCC)  شرکت عمومي مدير جامس ستون زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې د چين حکومت د بنسټیزو تأسيساتو په جوړولو کې لوی لاس لري. باکيفيته ګړندي سړکونو او ريل‌پټليو د مالونو او توليداتو د لېږد لپاره ښه زمينه برابره کړې ده.

 اوس د بستو چارې د چين لپاره د يو ځلانده کارډ په څېر دي او د لېږدول شويو بستو اندازه ورځ تر بلې زياته شوې او د مصرف او اړتياوو د زياتوالي ښکارندويي کوي. له هرې کوچنۍ بستې څخه څرګندېږي چې د چین اقتصاد د لا ښه کېدو په حال کې دی.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د مصر په ګډون ۸ هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړه

سپتمبر 10, 2026

د صربیا ولسمشر ووچیچ پارلمان منحل کړ

سپتمبر 10, 2026

ايران د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ پر تصويب شوي پرېکړه ليک نيوکه وکړه

سپتمبر 10, 2026

دينګ شوی شيانګ د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال په نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ

سپتمبر 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In