مالیې وزارت ويلي، د تعرفې کمېټې د روان ۱۴۰۵ کال په درېیمه ناسته کې د کورني صنعت او تولیداتو د ملاتړ او د سوداګرۍ د ودې په موخه د یو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي. د یاد وزارت په وینا، د بطرۍ تعرفه له ۱۲ څخه ۱۶ سلنې، د تعمیراتي رنګ له ۱۶ څخه ۳۰ سلنې، د ماسۍ او ګچ له ۵۰ څخه ۸۰ سلنې، او د صحي تېکو یا پمپر تعرفه له ۲۰ څخه ۲۵ سلنې ته لوړه شوې ده. په ورته وخت کې، د زړه سپرېنګ تعرفه له ۸ څخه ۳.۵ سلنې ته راټیټه شوې ده.































