پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

مایک پامپیو افغانستان ته خپل سفر د سولې لپاره د ملي پلاوي په جوړېدو پورې مشروط کړی دی

مارچ 4, 2019
in افغانستان
0 0

امریکا د سولې په برخه کې د یوه ټول منلي او ملي پلاوي پر جوړېدو ټینګار کوي. د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت څخه غوښتي چې د سولې لپاره دې یو ټولمنلی او ملي پلاوی جوړ کړي. ټاکل شوې وه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو افغانستان ته سفر وکړي، خو خپل سفر یې د سولې لپاره د یوه ملي پلاوي تر جوړېدو پورې مشروط کړی او ځنډولی دی.

ټاکل شوې چې په مارچ میاشت کې یو افغان پلاوی قطر ته لاړ شي او هلته له طالبانو سره د سولې په اړه مذاکرات او بحث ولري. دوی اوس په کابل کې د دغو مذاکراتو لپاره تیاری نیسي، خو د دغه پلاوي پر ترکیب باندې لا هم نیوکې شته دي. وسله والو طالبانو هم ویلي، چې دوی د یوه مستقل افغان پلاوي سره د خبرو لپاره تیار دي. د دې ډلې ویاندویانو رسنیو ته ویلي، چې که افغان پلاوی مستقل وي او د افغان حکومت تر تاثیر لاندې نه وي، نو طالبانو ورسره خبرې کوي.

افغان حکومت په تېره لیندۍ میاشت کې له طالبانو سره د مذاکراتو په موخه د یوه پلاوي د جوړولو خبره وکړه، خو طالبانو له دغه پلاوي سره له خبرو ډډه وکړه او په خبره یې دوی د حکومت له لوري له جوړ شوي پلاوي سره خبرې نه کوي، خو پر ځای یې د افغانانو له استازو سره خبرو ته تیار دي. په همدې لړ کې امریکا هم پر افغان حکومت فشار اچولی چې یو ملي پلاوی دې جوړ کړي او دغه پلاوی به له طالبانو سره خبرې کوي. په تازه اقدام کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو خپل سفر له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره په نوي او ټولو خواوو ته د منلو وړ افغان مرکچي پلاوي په جوړولو پورې مشروط کړی او ځنډولی دی.

تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم له افغان حکومته غوښتي وو، چې یو با صلاحیته، صادق، ملي او ټولو اړخونو ته د منلو وړ پلاوی دې جوړ کړي او هغه به له طالبانو سره مذاکرات کوي. ده ویلي وو، چې مشورتي لویه جرګه دې د پلاوي تر جوړولو وروسته جوړه شي او دغه جرګه دې پلاوي ته ټول صلاحیتونه او واکونه ورکړي. خلیلزاد تېره پنجشنبه په یوه ټوېټ کې هیله مندي ښودلې وه، چې د پلاوي د جوړولو چارې په بشپړېدو دي.

بلخوا د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري بیا وړمه ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې له طالبانو سره د خبرو په موخه د پلاوي په ترکیب کې تغیرات راځي. د چحانسوري په خبره، حکومت هڅه کوي څو داسې یو پلاوی جوړ کړي، چې ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي، نو ژر به په اوسني پلاوي کې بدلونونه راشي. د دې ترڅنګ ټاکل شوې چې ولسمشر غني به په روانه اونۍ کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، ګلبدین حکمتیار، عبدرب الرسول سیاف،  ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد محقق او ځینو نورو افغان سیاستوالو او جهادي مشرانو سره وګوري او تر هغه وروسته به د افغان سیاستوالو یو مستقل پلاوی له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ شي.

وسله والو طالبانو بیا تېره ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دمګړۍ دوی له امریکا سره خبرې کوي او دغه خبرې مهم او حساس پړاو ته رسېدلې دي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې تر دې دمه د هېڅ هوکړې مسوده نه ده چمتو شوې او نه هم دواړه لوري کومې هوکړې ته رسېدلي دي. د مجاهد په خبره، ښایي مذاکرات پر مهمو مسایلو د بحث په موخه دوام وکړي.

Tags: featured
Share181Tweet12Share5

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د مصر په ګډون ۸ هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړه

سپتمبر 10, 2026

د صربیا ولسمشر ووچیچ پارلمان منحل کړ

سپتمبر 10, 2026

ايران د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ پر تصويب شوي پرېکړه ليک نيوکه وکړه

سپتمبر 10, 2026

دينګ شوی شيانګ د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال په نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ

سپتمبر 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In