د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان د خاورې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څرګندونې یو اړخیزې بللې او ویلي یې دي چې نوموړي د پاکستان پر ورکړل شویو معلوماتو تکیه کړې ده. مجاهد ویلي، افغانستان د کابل او اسلاماباد ترمنځ منځګړیتوب ته ارزښت ورکوي، خو په وینا یې، دا حقیقت هم باید په پام کې ونیول شي چې د نښتو پیل پاکستان کړی دی. نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي. تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي وو چې پاکستان د افغانستان له خاورې د بریدونو په اړه اندېښنه لري او په خبره یې، «طالبان» د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام نه دی کړی.































