د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د پاکستان پوځي رژیم الوتکو نن سهار شاوخوا درې بجې د کندهار ښار د نهمې ناحیې یوه صحرايي سیمه په نښه کړې، خو په دغه برید کې مرګژوبله او مالي زیان نه دی اوښتی. نوموړي رسنیو ته ویلي، د برید له امله د چاودنې غږ په کندهار ښار کې په ګڼو سیمو کې اورېدل شوی، خو امنیتي مسوولینو د ښار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې د اندېښنې وړ څه نشته. د راپور له مخې، برید په یوه غیرمسکوني سیمه شوی او د زیانونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.































