د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي، دغه سازمان په افغانستان کې د بشري فعالیتونو ترڅنګ له واکمنو چارواکو سره هم تعامل ته دوام ورکوي. دوجاریک زیاته کړې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې روزماري ډیکارلو په ګډون د دغه سازمان یو شمېر لوړپوړو چارواکو څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي دي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو حضور یوازې بشري فعالیتونو ته محدود نه دی، بلکې له کابل سره سیاسي تعامل هم د دغه حضور یوه مهمه برخه ده.































