پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا ټینګار شوی

    ذبیح الله مجاهد له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه غیرانساني وبلله

    م.م د وګړو صندوق او جایکا؛ افغانستان کې د قابلګۍ او د میندو د روغتیا په اړه خبرې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

موږ څه ډول نړیوال پرمختګ ته اړتيا لرو؟

نوومبر 17, 2022
in نړیوال خبرونه
0 0

 د جي شل د مشرانو ۱۷ مه سرمشريزه نومبر د ۱۶ مې نېټې په ماسپښين د اندونيزيا په بالي ټاپو کې پای ته ورسېده. د چين د دولت ریيس شي جين پينګ دغې سرمشريزې ته د خبرو پر مهال وړانديز وکړ، چې د دغې ډلې غړي دې نړيوال پرمختګ لاټولشموله، لا پراخ ګټور او لا قوي وګرځوي.  د دغې سرمشريزې په اعلاميه کې د چين اړوند نظرونه څرګند شوي او پر هغې ژمنې بیا ټينګار شوی چې د دې ډلې غړي به په ګډې همکارۍ سره  نړیوالې اقتصادي ننګونې لرې کړي، څو د تلپاتې پرمختیا موخې ته ورسېږي او د دغه پرمختګ له لارې په ګډه شتمن شي.

جي شل د نړیوالې اقتصادي همکارۍ عمده فورم دی او د نړۍ عمده پرمختللي او نوي مخ پر ودې اقتصادونه پکې راغونډېږي. د چين د دولت ریيس شي جين پينګ له ۲۰۱۳م کال راهيسې په مسلسل ډول د جي شل د مشرانو په سرمشريزه کې ګډون يا مشري يې کړې او د دې ډلې د خپلمنځي همکارۍ او د نړيوالو عمومي تګلارو د همغږۍ د پياوړتيا په اړه يې د چين نظرونه پکې بيان کړي دي. نوموړي د بالي ټاپو سرمشريزې ته په وینا کې وويل، د جي شل غړي ټول د نړۍ او سيمې لوی هېوادونه دي، نو باید د لويو هېوادونو مسئولیت پر غاړه واخلي او د چارو په رأس کې دې قرار ولري، دغه راز د انسانانو د ګټو او د نړۍ د پرمختګ لپاره دې هڅې وکړي.

اوسمهال په نړۍ کې بې ساري لویو بدلونونو او کرونا وبا نړيوال اقتصاد کمزوری کړی او د انسانانو پرمختګ يې له لویو ننګونو سره مخ کړی دی. د پيسو نړیوال صندوق د ۲۰۲۳م کال د نړيوالې اقتصادي ودې وړاندوينه ٪ ۲.۷ ته راټيټه کړې چې د تېر جولای تر اټکل ٪ ۰.۲  کموالی ښيي. د فشارونو له امله د ټولو ژوند ښه نه دی. په داسې حال کې جي شل (ګډه او قوې بيا سمسورتيا) د بالي ټاپو د خپلې سرمشريزې د عنوان په توګه ټاکلی، چې د ټولو خلکو ګډ ارمان يې انعکاس کړی  او د شي جین پینګ وړانديز د خلکو ګډه هيله څرګنده کړې ده.

«پرمختګ» د ټولو مسئلو د هوارۍ کيلي ده او د بيا سمسورتيا مرکزي خوځنده ځواک هم دی. موږ په اوسني وضعيت کې څه ډول پرمختګ ته اړتيا لرو؟  شي جین پینګ په دې سرمشريزه کې په دې اړه وړانديز کړی، چې موږ دې نړيوال پرمختګ لاټولشموله، لاپراخ ګټور او لاقوي کړو.

يو اندونيزيايي متل دی چې وايي ګني له يوه سيوري لویېږي او ليمويي واښه په ډله ييزه توګه لویېږي. انسانان په يو نړيوال کلي کې ژوند کوي او يووالی يې قوت پيدا کوي او بېلتون يې د پرمختګ لار بندوي. امریکا او ځينې لوېديځ هېوادونه د اېډيالوژیکېتوپيرونو له مخې پارټ بازۍ جوړې کړې او تقابل يې راپارولی چې له امله يې نړيوال او بشري پرمختګ له خنډونو سره مخ شوی دی. د ریيس شي جين پينګ یاد وړانديز د دې مانا لري، چې هېوادونه دې یو بل ته درنای وکړي، يووالی دې پراخ کړي او د توپيرونو شتون ته دې اجازه ورکړي، دغه راز په سوله کې دې ګډ ژوند وکړي پرانيستی نړيوال اقتصاد دې جوړ کړي، ځان دې نه کلابند او هم نور هېوادونه دې نه منزوي کوي.

همدارنګه شي جين پينګ په خپلو خبرو کې زياته کړې، چې ګډ پرمختګ رښتينی پرمختګ دی، هر هېواد ښه ژوند غواړي او عصري کېدل د هېڅ يو هېواد ځانګړی حق نه دی. نوموړی په دې اند دی چې پرمختللي هېوادونه دې په صميميت له نورو هېوادونو سره  مرسته وکړي او ګډ پرمختګ دې وهڅوي. چين په دې برخه کې په رأس کې قرار لري. ریيس شي جين پينګ د د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر کې د نړيوال پرمختګ وړانديز وکړ او چين له هغه راهيسې له سلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره دغه وړانديز عملي کړی او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د تلپاتې پرمختیا اجنډا عملي کولو ته يې نوی خوځنده ځواک ورکړی دی. د جاکارتا او باندنګ چټکه رېل پټلۍ چې د چين او اندونيزيا په ګډې همکارۍ جوړه شوې د نومبر به ۱۶ مه نېټه په برياليتوب سره ازمويل شوې او ژر به د نړيوال اتصال يوه برخه وګرځي چې همدا د نړيوال ګډ پرمختګ د هڅولو لپاره د چين د هڅې ښکارندويي کوي.

اوسمهال نړيوال اقتصاد د پرځېدو له خطر سره مخ شوی او د امريکا په ګډون پرمختللو اقتصادونو لخوا د سود کچې لوړېدا نوي مخ پر ودې بازارونه او پرمختيايي هېوادونه له لويو ننګونو سره مخ کړي دي. ریيس شي جين پينګ په دې اړه وړانديزونه کړي، چې لاقوي پرمختګ دې وهڅول او د نړیوال اقتصاد د بيا سمسورتيا همکاريزې اړيکې دې ټينګې شي او پرمختللي اقتصادونه دې د پیسو تګلارو د تعديل منفي اغېزې کمې کړي. همدارنګه نوموړي زياته کړې، چې چين په جي شل کې د افريقايي ټولنې له ګډون ملاتړ کوي. د کينيا  کارپوه کاونس ادشير په دې اړه وايي، چې د ریيس شي جين پینګ ياد وړانديزونه پرمختيايي هېوادونو ته د نړيوالې ټولنې د پام په جلبولو او په څو اړخيزو سيستمونو کې د پرمختيايي هېوادونو د حقوقو په زياتولو کې مرسته کوي.

ننګونې بې ساري دي، خو حللارې يې پيدا کېږي. ملګرو ملتونو د نومبر په ۱۵ مه نېټه اعلان کړی، چې په نړۍ کې عمومي نفوس ۸ ميليارډو ته رسېدلی او دا د انسانانو د پرمختګ لپاره ډېر ارزښت لري. نړیواله اقتصادي وده په ډېر مهم پړاو کې ده او موږ دې پرمختګ ته تر بل هر وخت زياتې پاملرنې وکړو او جي شل دې اغېزمن، دقیق، چټک او اړين اقدامات غوره کړي. د بالي ټاپو په سرمشريزه کې د چين وړانديزونه يوځل بيا ګډ نظرونه راټولوي او د نړيوال پرمختګ لارښوونه کوي. د عصري کېدو په لور روان چين به نړۍ ته زيات فرصتونه برابروي او د ګډې او قوي بيا سمسورتيا بهیر به چټک پرمخ يوسي.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د مصر په ګډون ۸ هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړه

سپتمبر 10, 2026

د صربیا ولسمشر ووچیچ پارلمان منحل کړ

سپتمبر 10, 2026

ايران د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ پر تصويب شوي پرېکړه ليک نيوکه وکړه

سپتمبر 10, 2026

دينګ شوی شيانګ د خدماتي سوداګرۍ د ۲۰۲۶م کال په نړيواله سرمشريزه کې ګډون وکړ

سپتمبر 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In