د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مېرمن مېلانيا ټرمپ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو ليکلي، چې د هرسون سيمې په اوليشکي کې د روسيې او اوکراين د اوربند هوکړه ليک په همدې ورځ نافذ شوی او د اوربند چوکاټ يې اوس نورو ځايونو ته په پراخېدو دی.
مېرمن مېلانيا ويلي، د اوربند ياد هوکړه ليک د مسکو پر وخت له ټاکلي پلان دوه ورځې وړاندې يانې د روانې مياشتې د ۲۷مې نېټې د سهار وختي په ۴ بجو رسماً نافذ شوی دی. اوس د دواړو خواوو د اوربند چوکاټ د اوليشکي بهر ته پراخ شوی، څو د بشري ژغورونکو کاروان ته امنيتي لار برابره شي.
د هغې په خبره، د روسي ځواکونو لوی درستيز والیري ګراسیموف هم د دې خبر پخلی کړی دی.































