د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت وايي، پلان لري چې سږ کال په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۶ ټنه د زیتون اچار تولید او بازار ته وړاندې کړي. د دغه شرکت په وینا، د ننګرهار په درېیو فارمونو کې د شنو زیتونو د راټولولو بهیر پیل شوی او راټول شوي زیتون به د اچارو جوړولو لپاره فابریکې ته ولېږدول شي. د یاد شرکت په وینا، د زیتون د اچارو تولید به د کورنیو محصولاتو د عرضې او د بازار د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.































