د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ننګرهار ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې د پولیو یا ګوزڼ یوه نوې پېښه ثبت شوې ده. د دغه سازمان د راپور له مخې، په دې سره د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو د ثبت شویو پېښو شمېر ۳۶ ته رسېدلی دی. د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په ټول افغانستان کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې وې.































