نړیوال بانک وایي، په افغانستان کې د اوبو ناامني پر اقتصادي ودې، کارموندنې، د انرژۍ پر تولید، روغتیا او پراختیا منفي اغېز کړی او د هېواد اقتصادي راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړی دی. دغه بانک د چهارشنبې په ورځ، په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان ۴۶ سلنه کاري ځواک په کرنیز سکټور کې بوخت دی او د هېواد ۹۵ سلنه اوبه هم په همدې برخه کې مصرفېږي. د راپور له مخې، د اوبو کمښت د کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ او د کلیوالو کورنیو عاید له ګواښ سره مخ کوي. نړیوال بانک زیاته کړې، چې د سیندونو د اوبو کموالی د برېښنا د تولید کچه راټیټولی شي او اوبو او برېښنا ته نامنظم لاسرسی پر اقتصادي او تولیدي فعالیتونو منفي اغېز کوي.































