د نیمروز ولایت د نفتو او ګازو مدیریت مسوولین وايي، د ورېښمو پله له لارې وارد شوي د نفتي موادو ۹۷ ټانکره د کیفیت له ارزونې وروسته په بازار کې د پلور اجازه ترلاسه کړې ده. د دغه ولایت د نفتو او ګازو عمومي مدیر مولوي نعمتالله طلحه رسنیو ته ویلي، چې په دغو ټانکرو کې ۵۷ ټانکره پټرول، ۳۷ ټانکره ډیزل او درې ټانکره مایع ګاز شامل دي. د نوموړي په وینا، یاد نفتي مواد د کیفیت له ازموینو او د افغانستان له ټاکل شویو معیارونو سره د مطابقت له ارزونې وروسته بازار ته د عرضې لپاره مناسب تشخیص شوي دي.
site-verification-ok































