د هرات ولایت صنعتي پارک چارواکي وایي، له دغه ولایت څخه د اسلامکلا بندر له لارې متحده عربي اماراتو ته د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت بیټرۍ صادرې شوې دي. د چارواکو په وینا، هره اونۍ له هرات څخه له ۱۰۰ ډېر کانټینره توکي بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي. دغه بیټرۍ د بېلابېلو شرکتونو له لوري تولید شوې دي. د صادروونکي شرکت مسوولان وایي، له پاکستان څخه د خامو موادو پر واردولو له بندیز وروسته، اوس دغه مواد په هرات کې دننه پروسس کېږي. د دوی په خبره، پنځه فابریکې د خامو موادو په پروسس بوختې دي او اوس مهال شپږ ډوله بیټرۍ تولیدوي.































