شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

ولسمشریزې ټاکنې؛ د رایې ورکوونکو شمېر له دوو میلیونو هم کم شوی دی

اکتوبر 15, 2019
in افغانستان
0 0

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، مرکزي سرور ته د معلوماتو د لېږد په پروسه کې ټولې ستونزې ختمې شوې دي او د دوی کارونه په چټکۍ سره مخ ته روان دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو پرون په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د نږدې ۸۵ سلنه مرکزونو رایې مرکزي سرور ته لېږدول شوې دي او د پاتې نورو رایو پر لېږد هم کار روان دی. د کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل چې ټولې ستونزې حل شوې دي او په کارونو کې اړین چټکوالی رامنځ ته شوی دی.

سره له دې چې د ټاکنو په کمېسیون کې د کارونو پر ځنډ نیوکې موجودې دي، خو تازه دغه کمېسیون وایي چې چارې یې په ښه توګه پر مخ ځي. د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی چې د دې کمېسیون مرکزي سرور ته د ۲۲ زرو او ۵۸۸ ټاکنیزو محلونو د رایو په لېږدولو کې معلومه شوې چې په ولسمشریزو ټاکنو کې شاوخوا یو میلیون او ۷۰۳ زره او ۷۷۳ بایومټریک شوې رایې کارېدلې دي. د ټاکنو کمېسیون تر دې وړاندې ویلي وو چې په ۶۸۴ ټاکنیزو محلونو کې دوه میلیونه ۶۹۵ زره او ۸۹۰ رایې اچول شوې وې.

د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، تر اوسه د څه باندې یو میلیون رایه اچوونکو ټول معلومات مرکزي سیسټم ته لېږدول شوي دي. د ټاکنو کمېسیون غړې رحیمه ظریفي وايي، له څه باندې ۲۲ زرو ټاکنیزو محلونو شاوخوا ۱،۷  میلیونه بایومټریک شوې رایې د ټاکنو کمېسیون مرکزي سرور ته لېږدول شوې دي. نوموړې زیاتوي، ۳۹۰۰ محلونه پاتې دي چې رایې یې تر اوسه مرکزي سرور ته نه دي لېږدول شوې.

د ټاکنو کمېسیون داسې مهال په کارونو کې د چټکوالي خبره کوي، چې تېره ورځ ځینو کمېشنرانو د لومړنیو پایلو د اعلان له ځنډه خبر ورکړی و. د ټاکنو کمېسیون یوه کمېشنر مولانا عبدالله ویلي وو، چې د رایو په شمېرنه کې د ځنډ او دغه راز د شفافیت لپاره ښایي د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ راشي. تېره ورځ ځینو نورو غړو هم د لومړنیو پایلو په اعلان کې د ځنډ راتګ تایید کړی، خو وایي چې ښایي دا ځنډ دوې یا دری ورځې وي.

د ټاکنو کمېسیون غړی مولانا محمد عبدالله پرون په خبري غونډه کې وویل، چې دوی د ټاکنو د شفافیت تضمین کوي او اجازه نه ورکوي چې شفافیت تر پوښتنې لاندې راشي. د ده په خبره،  په ټول افغانستان کې له څه باندې ۲۹ زرو ټاکنیزو محلونو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ محلونه تړلي اعلان شوي وو. هغه زیاته کړې، وروسته له دې چې ټول معلومات مرکزي سرور ته ولېږدول شي، نو دا به ثابته شي چې څومره محلونه پرانیستي وو او په څومره کې رایې کارېدلې دي. هغه وايي، پاکې او تقلبي رایې د بایومټریک د الو او د نوماندانو د رایو کچه د پایلو د جدول پر بنسټ جوتیږي. د ده په خبره، د ټاکنو کمېسیون په بایومټریک کې ثبت شوې رایې د پایلو له جدول سره پرتله کوي او له دې لارې سمې او ناسمې رایې ښکاره کېږي.

ټاکنو کمېسیون ټینګار کړی چې یوازې بایومټریک رایې ورته د منلو وړ دي او له دې پرېکړې یې ملګرو ملتونو یو ځل بیا ملاتړ کړی دی. یوناما په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون شفافیت ته ژمن دی او د بایومټریک رایو په اړه د دغه کمېسیون د پرېکړې هرکلی کوي. یوناما ویلي وو، چې ټاکنیز کمېسیونونه د ملګرو ملتونو بشپړ ملاتړ له ځان سره لري او کاندیدان هم اړ دي چې د دوی پرېرکړو ته درناوی وکړي. تر دې وړاندې اروپايي ټولنې او ځینو نورو مرستندویه هېوادونو هم د کمېسیون له پرېکړو د ملاتړ اعلان کړی و او پر نوماندانو یې غږ کړی چې د دغو کمېسیونونو پرېکړو ته درناوی ولري.

Tags: featured
Share9Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In