جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

ولسمشر غني: د سولې په برخه کې د داوود خان او ډاکټر نجیب الله تېروتنې نه تکراروو

جنوري 29, 2019
in افغانستان
0 0

ولسمشر غني د سولې د هڅو په لړ کې پرون یو ویډیويي پیغام خپور کړ. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې دوی د سولې لپاره کار کوي، خو د سولې په برخه کې به د تدبیر له مخې ګامونه اوچتوي، ځکه نه غواړي په دې توګه د ډاکټر نجیب الله او داوود خان تېروتنې تکرار کړي. هغه وویل چې سوله د هر افغان ارمان ده او افغان حکومت د دغه هیلې پوره کولو ته ژمن دی.

محمد اشرف غني په خپلو پرونیو خبرو کې د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه و بلله او په خبره یې د سولې له هڅو سره په سیمه کې روان سیاستونه مستقیمه اړیکه لري. هغه ادعا کړې چې په سیمه کې په ټولو روانو سیاسي لوبو او حالاتو خبر دی، نو له همدې امله سولې ته محتاط هیله من دی او په دې برخه کې هر ګام په دقت او تدبیر اخلي. هغه زیاته کړه، «موږ نه غواړو د ډاکټر نجیب الله او سردار داوود خان تېروتنې تکرار کړو. دوی په سیمه کې له روانو حالاتو سم درک نه درلود، له همدې امله یې د سولې په برخه کې عجولانه ګامونه اوچت کړل. زه په سیمه کې په روان وضعیت او تحولاتو خبر یم. هر څه راته معلوم دي، نو له همدې امله غواړم د سولې په برخه کې له احتیاط او پوره تدبیره کار واخلم.»

ولسمشر غني په خپلو پرونیو خبرو کې د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونه هم په څنګزنه توګه وغندل. د ده په خبره، هېڅ افغان نه غواړي چې د سنګین په څېر پېښې تکرار شي او ماشومان یې د پردۍ جګړې لپاره ووژل شي. هغه پر طالبانو هم غږ وکړ چې دغه جګړې ته د پای ټکی کېږدي. د ولسمشر غني په خبره، طالبان د پردیو د ګټو لپاره پر جګړه بوخت دي، نو له همدې امله له دغه ډلې غواړي چې جګړه پرېږدي او د سولې لار خپله کړي.

هغه د خپلو خبرو په دوام د بهرنیو ځواکونو وتلو ته هم اشاره وکړه. ولسمشر غني وویل، بهرني ځواکونه د یوې هوکړې له مخې په هېواد کې حضور لري، نو له همدې امله به دوی د یوه منظم پلان پر بنسټ له افغان خاورې وځي. غني زیاته کړه: «هېڅ افغان نه غواړي چې بهرني ځواکونه د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې وي. خو دا چې دوی د یوه قرارداد له مخې دلته حضور لري، نو ځکه به د یوه منظم پلان له مخې له افغانستانه وځي او دا خاوره به پرېږدي.»

افغان ولسمشر دا ادعا هم وکړه، چې د سولې لپاره د امریکا له لوري د پيل شوو هڅو اصلي طرحه د افغان حکومت ده. د ده په خبره، امریکا د افغان حکومت د پلان له مخې یوازې د دې هڅه کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي. ولسمشر زیاته کړه چې اوربند، د ترهګرو د ملاتړو منزوي کول او د ترهګرۍ پر ضد د نړیوالو ګامونو اوچتول هغه طرحې دي چې د ملي یووالي حکومت جوړې کړې او له امریکا سره یې شریکې کړې دي.

ولسمشر بیا هم ټینګار وکړ چې افغان حکومت او ټول افغانان با عزته سوله غواړي او دوی هم د تدبیر او پلان له مخې غواړي چې عزتمنه سوله راشي او په دې توګه د هېواد ملي ګټې تظمین شي. هغه د افغان ځواکونو زړورتیا او لاس ته راوړنې هم وستایلې او په خبره یې د دوی د قربانیو له امله به افغانان سولې او دایمي ثبات ته رسېږي.

ولسمشر داسې مهال یادې څرګندونې وکړې چې نړیوالې رسنۍ او د مسایلو څارونکي افغان حکومت د سولې په خبرو کې منزوي بولي. د دوی په خبره، امریکا مخامخ له طالبانو سره خبرې کوي چې د همدې خبرو په لړ کې افغان حکومت په حاشیه کې ساتل شوی دی. افغان حکومت بیا وايي چې دوی په ټولو بحثونو او خبرو کې په جریان کې دي او هر څه له دوی سره په مشوره مخ ته روان دي.

Tags: featured
Share20Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In