شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

    غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

ولی شينجيانګ د لازياتو وګړو لپاره د پام وړ ځای ګرځېدلی؟

سپتمبر 20, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0

په ۲۰۲۵م کال کې د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د چرچن ولسوالۍ په صحرا کې ځينې شنې سيمې ليدل کېږي. رښتيا ده چې دغه سیمه له شګلنې ځمکې څخه کرنيزې ځمکې ته بدله شوې ده چې پراخوالی يې په وروستيو کلونو کې څه باندې څلور زرو هېکتارو ته رسېدلی دی.

په څه باندې تېرې لسيزې کې د شينجيانګ، شګلنې ځمکې په کرنيزو ځمکو بدلې کړې چې د غلودانو کښت پراخوالی يې څه باندې اته سوه هېکتاره زيات شوی دی. له دې کبله دغه سيمه په چين کې د غلودانو د توليدي اندازې د زياتوالي تر ټولو لويه سيمه ګرځېدلې ده. بزګر ليو يونګ ويلي چې په صحرا او شګلنې ځمکه کې د غلودانو کرل د سرو زرو د تر لاسه کولو په پرتله لا قيمتي بولو.

روان کال د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د جوړېدو له اويايمې کليزې سره برابر دی. لکه څنګه چې بزګر ليو يونګ ويلي و، هيلۍ د سروزرو په پرتله قيمتي دي. د ده له خوا ويل شوې کيسې د دې سيمې په بېلا بېلو ځايونو کې اورېدلی شو. دغه ټکی هم په نوې زمانه کې د شينجيانګ د ګوندي مديريت د برياليتوب په سپين کتاب کې ثابتېږي.  دغه کتاب چې شاوخوا ۲۱ زره کرکترونه لري، په ډېرو شمېرنو او غني تاریخي سندونو نړيوالو ته د شينجيانګ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ  د لاسته راوړنو، د دغو لاسته راوړنو د تر لاسه کولو د لامل او په راتلونکي کې د باکيفيته پرمختګ د پرمخ بېولو په اړه معلومات وړاندې کړي دي. د چين د دولتي شورا د پرمختيايي څېړنې د مرکز د قومي پرمختګ د څېړنيز انسټيټيوټ څېړونکي جيا چون يانګ ويلي چې دغه کتاب نه یوازې په تېرو اوياوو کلونو کې د شينجيانګ د لاسته راوړنو په تېره بيا په نوې زمانه کې د دې سيمې د ګوندي مديريت سيسيتماتيکه بياکتنه ده بلکې د دې سيمې د راتلونکي کارونو لرليد هم دی، نو ډېر مهم ارزښت لري.

په تېرو څو کلونو کې د شينجيانګ په اړه نړيوالو راپورټاژونو ته په کتو سره ډېر ناسم او جعلي معلومات کله نا کله وړاندې شوي دي. د امريکا او عربي هېوادونو ځينو سياستوالو د تش په نامه د نسلوژنې او اجباري کار په اړه ډېرې جعلي کيسې ويلې او په همدې پلمه پر چين يې بنديزونه لګولي او غوښتي يې دي چې د دروغ ويلو له لارې د چين د پرمختګ مخه ونيسي. خو دروغ تل دروغ وي. د یاد سپين کتاب په خپرېدو سره نړيوال د چیني شکله عصري کېدو په جريان کې د شينجيانګ لاسته راوړنې او په نوې زمانه کې شينجيانګ کې د چين د کمونېست ګوند د مديريت اغېز هم ليدلی شي.

«ثبات» د شينجيانګ لپاره تر ټولو لومړۍ دنده ده. پخوا د سيمې خلک د زورزياتي پېښو له کبله زيانمن شوي وو. په وروستيو کلونو کې د چین حکومت له قانون سره سم د توندلارۍ او ترهګرۍ ضد مبارزه کړې چې په دې سره يې د ځايي سیمې عامه امنيتي حالت په ښکاره توګه ښه شوی دی. په تېرو څو کلونو کې په دې سيمه کې د زورزياتي پېښې نه دي رامنځته شوې او د بېلابېلو قومونو ۹۹ سلنه وګړو  په مسلسلو پنځو کلونو کې له عامه امنيتي حالت څخه خوښي څرګنده کړې ده. تېر کال څه باندې درې سوه میلیونه سيلانيانو شينجيانګ ته  سفرونه کړي دي او د دې سيمې ثابت، هوساينه او امنيتي حالت يې هم ستايلی دی. په چين کې د کيوبا سفير بای شه ده په وروستيو کې ويلي چې هغه د شينجيانګ له چټک اقتصادي پرمختګ او ټولنيز امنيت او ثبات څخه ښې خاطرې لري.

«پرمختګ» د ثبات تضمين دی. د شينجيانګ د ځايي اوسېدونکو لپاره دا يو ډېر اهميت لرونکی کار دی چې د ۲۰۲۰م کال په پای کې په دې سيمه کې د مطلق بې وزلۍ ستونزې حل شوې او ځايي خلک اوس د نورو ولايتونو له خلکو سره يو ځای د نسبتاً شتمنې ټولنې د هر اړخيزې ابادۍ لپاره هڅې کوي. اقتصادي ګرافونو ته په کتو سره د دې سيمې عمومي اقتصادي اندازه په ۱۹۵۵م کال کې له يو ميليارد ۲۳۱ میليونه يوانو څخه په ۲۰۲۴م کال کې تر دوو تريليون يوانو پورې زياتوالی ښودلی او د نوې انرژۍ په شمول ځينو سمسورو صنايعو چټک پرمختګ موندلی دی.

د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې له جوړېدو راهيسې اويا کلونه تېر شوي دي. اوس دغه سيمه د پرمختګ په نوي پيل کې ولاړه ده. د چيني شکله عصري کېدو په جريان کې به د ګوندي مديريت د تګلارې تر لارښوونې لاندې شينجیانګ لا باکيفيته پرمختګ ومومي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

سپتمبر 12, 2026

غزني کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

سپتمبر 12, 2026

مودي: د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د سمندري لارو امنیت مهم دی

سپتمبر 12, 2026
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In