شنبه, اکتوبر 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

    د ترکیې د معارف بنسټ افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخوي

    ترکمنستان افغانستان ته د ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابروي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

    د ترکیې د معارف بنسټ افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخوي

    ترکمنستان افغانستان ته د ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابروي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

ټاکنیز کمپاین، سرغړونې او اندېښنې

سپتمبر 30, 2018
in دریځ
0 0

 

نن د ټاکنیز کمپاین درېیمه ورځ ده. کاندیدان د مخامخ لیدنو، غونډو، مرکو، پوسټرونو او اعلانونو له لارې خلکو ته خپل پیغام رسوي او ترې غواړي چې دوی ته رایه ورکړي. کمپاین د کاندیدانو حق دی، خو اوسنی کمپاین څومره له اصولو سره سم روان دی؟

په روان کمپاین کې څو اساسي ستونزې دي چې د اصولو خلاف دي او کمپاین یې خلکو ته په سرخوږي بدل کړی دی.

لومړی:  ډېری کاندیدان د وکیل له دندې او صلاحیته لوړ شعارونه ورکوي او دا د خلکو د تېر ایستلو او له هغوی څخه د رایې اخیستلو لپاره ناوړه هڅه ده.

دویم:  کاندیدان خپل پوسټرونه په داسې ځایونو لګوي چې هلته د پوسټرونو لګول ناسم کار دی. په ځانګړي ډول په ښاري سیمو کې دوی پر شخصي ملکیتونو له اجازې پرته پوسټرونه لګوي. دغه راز پر دولتي ودانیو، عامه تاسیساتو او ان  پر ټرافیکي لوحو خپل پوسټرونه لګوي چې دا ناسم او د اصولو خلاف کار دی.

درېیم: کاندیدان ښارونه چټلوي او د دوی له خوا بې ځایه لګول شوو پوسټرونو ښارونه بد رنګ کړي او دغه راز اضافي کاغذونه یې هم په ښار کې د کثافاتو د زیاتېدو لامل شوي دي.

څلورم:  لا هم ځیني کاندیدان دولتي امکانات کاروي. دوی له دولتي امکاناتو، موټرونو او تجهیزاتو استفاده کوي. په ښار کې پر دولتي موټرونو او ان د پولیسو او اردو پر رېنجر موټرونو موږ د کاندیدانو تصویرونه وينو چې دا د اصولو خلاف کار دی.

پنځم:  ځیني کاندیدان له ټاکلې اندازې زیات لګښت کوي. د ټاکنو کمېسیون له خوا کاندیدانو ته په کم نفوسه ولایتونو کې شاوخوا یو میلیون او په ګڼ مېشتو ولایتونو کې د څه باندې دوو میلیونو افغانیو لګښت جواز شته، خو ځینې کاندیدانو په لومړۍ ورځ همدومره لګښت وکړ. ځینې کاندیدان همدا اوس هره ورځ تر یو میلیون افغانۍ لګوي. په دې ډول دوی تر ټاکلې اندازې زیات لګښت کوي.

شپږم: ځینې کاندیدان د نورو پر تخریب او سپکاوي بوخت دي. د یوه خصوصي ټلوېزیون مالک چې کاندید هم دی پر خپله رسنۍ د نورو وکیلانو د جګړې ویډیو خپروي او بیا پسې خپل پیغام راولي. دا او دې ته ورته ګڼې نورې سرغړونې هم شته چې په لومړۍ ورځ لېدل شوې دي.

د ټاکنو کمېسیون وايي چې یوه کمېټه به دا سرغړونې څېړي او سرغړوونکو کاندیدانو ته به جزا ورکوي. دا جزا له نغدي جریمې نیولې او ان له لېسته د کاندید تر اېستلو پورې رسېدلی شي. که اوسني کمپاین او بیا دې کوچنۍ کمېټې ته وګورو، ښکاري چې د دغو سرغړونو څېړنه د دغه کمېسیون له توانه وتلې خبره ده. ښايي ځینې کاندیدان جریمه شي، پر ځینو فشار راشي، خو ډېری کاندیدان چې سرغړونه کوي، همداسې خلاصې تڼۍ به ګرځي. که دوی جریمه هم شي، جریمه به ورکړي، خو سرغړونو ته به دوام ورکړي. له همدې امله تمه نشته چې د ټاکنو کمېسیون به د دغو سرغړوونکو مخه ونیسي او یا به هم قانون پرې عملي کړي.

دلته اوس قضاوت خلکو ته پاتې کېږي. خلک باید وګوري چې سر له اوسه څوک قانون تر پښو لاندې کوي او څوک اصول ماتوي. خلک باید دغو کسانو ته رایه ور نه کړي، ځکه چې اوس ناقانونه کارونه کوي، کله چې دوی وکیلان شي، بیا خو به ډاډه قانون تر پښو لاندې کوي.

Share6Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پوتین: روسیه له اروپا سره د جګړې لپاره چمتووالی نه نیسي

اکتوبر 23, 2026

شي جين پينګ د شيځانګ په ناچوي ښار کې له زلزله ځپلو وګړيو سره د مرستې مهمې لارښوونې وکړې

اکتوبر 23, 2026

د پيسو نړيوال صندوق: د منځني ختيځ اقتصاد به ۱اعشاريه ۳سلنه کمه وده وکړي

اکتوبر 23, 2026

د چين د وارداتو او صادراتو د ۱۴۰م نندارتون دويم پړاو پرانيستل شو

اکتوبر 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In