شنبه, اکتوبر 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

    د ترکیې د معارف بنسټ افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخوي

    ترکمنستان افغانستان ته د ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابروي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

    د ترکیې د معارف بنسټ افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخوي

    ترکمنستان افغانستان ته د ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابروي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

ټرمپ او نتنیاهو؛ د انسان وژنې د شریکې سناریو دوه مخونه!

جولای 22, 2025
in دریځ
0 0

نړۍ د داسې یو خونړي فصل شاهده ده چې انسانیت پکې د بمونو، لوږې، او ظلمونو تر خاورو لاندې کېږي، او د غزې د مظلومو خلکو آهونه تر آسمانه رسېږي. د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو چې خپله سیاسي بقا د فلسطیني ماشومانو، ښځو او سپین‌ږیرو په وینو کې لټوي، نور له انسانۍ مرتبې راټیټ شوی، او هغه ته د “انسان” نوم ورکول د انسانیت توهین بلل کېږي.
خو لا ډېر دردناک حقیقت دا دی چې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه یوازې د دغو جنایتونو په اړه چوپ ناست نه دی، بلکې عملاً د وحشت د سناریو یو مهم شریک ګرځېدلی. په داسې حال کې چې د نړۍ ډېری مشرانو له نتنیاهو سره خپل تماسونه پرې کړي، ټرمپ لا هم د هغه ترڅنګ ولاړ دی، د لیدنو، خنداګانو او ملاتړ له وعدو سره.
ټرمپ نه یوازې د اسراییلو د نظامي جنایاتو په وړاندې چوپ پاتې شوی، بلکې له نتنیاهو سره کتنې او سیاسي ملګرتیا یې ښيي چې دی د همدې نسل‌وژنې یوه مهمه برخه ده. دا لیدنې یوازې تشریفاتي ناستې نه دي؛ دا د ماشوم وژنې، د ودانیو کنډواله کولو، او د یوه ملت د له‌منځه وړلو صراحت‌لرونکې تاییدنامه ده.
نتنیاهو چې نن غزه د اور، وینو او دردونو په لمبو کې لړلې، په ښکاره ډول یې د یوه پیاوړي نړیوال ملاټر پر شا تکیه کړې ده؛ او دا ملاتړی بل څوک نه، بلکې د نړۍ د ځواکمن هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ دی. همدا د ټرمپ سیاست دی، چې نه یوازې د اسراییلو فاشیستي رژیم ته مشروعیت ورکوي، بلکې د نړۍ نورو فاشیستي تمایلاتو ته هم الهام ورکوي.
د غزې هرې ویجاړې شوې ودانۍ، د هر ماشوم څڼې چې له خاورو را ایستل کېږي، او د هرې بمبار شوې کورنۍ درد، د نتنیاهو تر څنګ د ټرمپ پر غاړه هم دی. دا یو ګډ جنایت دی، او تاریخ به دواړه د انسانیت د شرم په تور کتاب کې ثبت کړي.
اوس وخت رارسېدلی چې نړۍ باید له دې دروغجن، دوه‌مخیه عدالت نه راووځي. هغه ملتونه، مشران او سازمانونه چې ځان د بشري حقونو مدافعین بولي، باید دا ومني چې ټرمپ نور د ازادې نړۍ استازی نه، بلکې د یوه فاشیستي رژیم سیاسي ملاتړی دی.
که نړۍ نن هم چوپ پاتې شي، دا چوپتیا به د سبا د نسلونو شرم وي. د غزې خلک یوازې د نتنیاهو قربانیان نه دي، بلکې د ټرمپ د سیاست، د امریکا د بې‌پروايي، او د نړیوالو د وجدان د مړه کیدو نښې هم دي.
نړۍ باید نور د غندلو له تشو کلمو را ووځي او ددغه دوه جنایتکارانو د روانو وحشتونو مخنیوی وکړي .

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پوتین: روسیه له اروپا سره د جګړې لپاره چمتووالی نه نیسي

اکتوبر 23, 2026

شي جين پينګ د شيځانګ په ناچوي ښار کې له زلزله ځپلو وګړيو سره د مرستې مهمې لارښوونې وکړې

اکتوبر 23, 2026

د پيسو نړيوال صندوق: د منځني ختيځ اقتصاد به ۱اعشاريه ۳سلنه کمه وده وکړي

اکتوبر 23, 2026

د چين د وارداتو او صادراتو د ۱۴۰م نندارتون دويم پړاو پرانيستل شو

اکتوبر 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In