د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، سيایناین، اماېسناو او پولیټیکو یې له سپینې ماڼۍ څخه منع کړي دي. ټرمپ دغه رسنۍ په پرلهپسې ډول د «جعلي خبرونو» پر خپرولو تورنې کړې او ویلي یې دي چې ښايي نورې رسنۍ هم له ورته محدودیتونو سره مخ شي. د ټرمپ په وینا، د رسنیو محدودول به د سپینې ماڼۍ د معلوماتو د خپرولو بهیر هم تنظیم کړي.































