د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثیانو د بریدونو او په فارس خلیج کې د بېړیو په تړاو د تازه پېښو وروسته، د نړیوال بازار د خامو تېلو بیه لوړه شوې ده. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د دوشنبې ورځې د راکړې ورکړې په پیل کې د برنټ خام تېلو بیه ۳.۶۲ ډالره، چې ۳.۴۶ سلنه کېږي، لوړه شوې او په هر بېرل ۱۰۷.۲۳ ډالرو ته رسېدلې ده. د بازار د پرانیستې پر مهال بیه تر درې سلنې هم ډېره لوړه شوې وه. د راپورونو له مخې، د سعودي د تېلو پر مهمې ختیځ ـ لویدیځ پایپلاین برید او په هرمز تنګي کې د بېړیو پر وړاندې تازه پېښو د تېلو د نړیوالې عرضې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.































