د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په تېرو پنځو کلونو کې د ۴۶۶.۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۵۰ کوچني بندونه جوړ شوي دي. د وزارت په وینا، دغه بندونه د ۷ زره او ۳۰۹ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او د سېلابونو د مخنیوي لپاره جوړ شوي دي. یاد وزارت همداراز د شاهوعروس، عمري، پاشدان، کمالخان او بخشآباد بندونو د جوړولو او پراختیا خبر ورکړی دی.































