د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان څخه بهر ته د ۸.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۴۰ زره او ۴۰ مترمربع غالۍ صادرې شوې دي. د یادې خونې ویاند احسانالله احسان ویلي، لاسي صنایع، په ځانګړې توګه افغاني غالۍ، د هېواد له مهمو صادراتي توکو څخه دي او د افغانستان په سوداګرۍ کې مهم رول لري.































