شنبه, اکتوبر 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

    له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

    له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

په وروستیو دوو میاشتو کې له امریکا سره مخالفت څه مانا لري؟

مارچ 17, 2019
in دریځ
0 0

د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملي یووالي د حکومت د تګلارې خلاف ژبه کارولې ده. نوموړي پر زلمي خلیلزاد تورونه لګولي او ویلي یې دي چې دوی ته معلومات نه ورکوي، طالبانو ته کمپاین کوي او غواړي خپله د افغانستان وایسرای شي. نوموړي دغه راز د امریکا له تګلارې ناخوښي څرګنده کړې ده او ګیله یې کړې چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ورسره کتلي نه دي.

د حمدالله محب خبرې ښې وې، د افغان حکومت دریځ باید همداسې وي، خو ایا دوی په دغه دریځ کې رښتیني دي؟ ایا رښتیا د افغانستان د ګټو لپاره دا دریځ خپلوي؟ او دا ډول دریځ په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان له ګټو سره مرسته کولی شي؟

د ملي یووالي حکومت د امریکا د احسان پوروړی دی، امریکا جوړ کړ او د افغانستان د ارزښتونو، تاریخ او اساسي قانون خلاف جوړ شوی دا حکومت یې پنځه کاله وساته. د ملي یووالي حکومت هم د افغانستان د ګټو او ارزښتونو خلاف امریکا ته ډېر څه ورکړل او اړیکه یې تر ډېره د آمر او مامور وه. ولسمشر غني د خپل کار په لومړیو کې ورسره شرموونکی امنیتي تړون لاسلیک کړ، د امریکا هره غوښتنه یې ومنله، د امریکا پر جنایتونو یې سترګې پټې کړې، د هغوی بمبارۍ او هر جنایت یې تحمل کړ او آن د هغوی جنایتونه او جرمونه یې هم خپل وګڼل. امریکا بمبارۍ وکړې، دوی توجیه کړې، امریکا خلک ووژل، دوی وویل چې امریکا نه، موږ وژلي، امریکا اردو او پولیس بمبار کړل، دوی پرې پټه خوله پاتې شول. دا یوه پېښه نه ده، بلکې سلګونه پېښې دي چې د ملي یووالي حکومت پکې د افغانستان ارزښتونه، خپلواکي، حیثیت، ګټې او ملي حاکمیت تر پښو لاندې کړ، څو امریکا خوشاله وساتي. امریکا له طالبانو سره اړیکې جوړې کړې، خبرې پیل شوې، ولسمشر غني وویل چې دا زموږ طرحه ده او هر څه په تدبیر او دقت سره مخکې ځي. امریکا له طالبانو سره په خبرو کې دولت ته هېڅ معلومات نه ورکول، خو ولسمشر غني به ویل چې زه پوره معلومات لرم او خلیلزاد ګزارش را کوي. امریکا به له طالبانو سره مخامخ او پټې خبرې کولې، ارګ به ویل چې آخر به موږ پکې ور ګډیږو.

په تېرو څلورو کلونو کې د ارګ او امریکا اړیکه د مامور او آمر اړیکه وه. امریکا به هر څه ویل او ارګ به په پټو سترګو منل. اوس هم دا اړیکه همغه ډول ده. اوس هم پر امریکا له دې امله نیوکې نه کېږي چې د افغانستان ګټې خوندي شي، بلکې نیوکې له دې امله دي چې په راتلونکي بدلون کې اوسنی ولسمشر او ملګري یې نشته. له همدې امله ضد او نقیض دریځونه لري چې دا په هېڅ ډول د افغانستان په ګټه نه دي.

که ولسمشر او ملګري یې رښتیا پر امریکا شک لري او غواړي د افغانستان ګټې خوندي کړي، لومړی دې پر امنیتي تړون له سره غور وکړي. بیا دې په کلو او بانډو کې روان وحشت بند کړي چې امریکايي ځواکونه یې زموږ د ځواکونو سره په ګډه کوي. حکومت دې خپلواک او د افغانستان د ګټو پر اساس عمل وکړي. له دې پرته دا یوازې د واک د تداوم ناکامه هڅه ده چې د واک په وروستیو کې کېږي او هېڅ ګټه نه لري.

Share184Tweet30Share12

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایران: که امریکا بیا برید وکړي تر سمندر لاندې مخابراتي کېبلونه په نښه کوو

اکتوبر 24, 2026

د افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو د قزاقستان او المان خبرې

اکتوبر 24, 2026

مجاهد: پاکستان دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

اکتوبر 24, 2026

له افغانستانه بهر ته د وچې میوې د صادراتو کچه لوړه شوې

اکتوبر 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In