چين د نومبر په ۹مې نېټې د سهار په ۴ بجو او ۲۴ دقيقو د های نان د سپوږمکيو توغولو له سوداګريز مرکز څخه د ۱۲CZ باروړونکي راکټ پر مټ د سپوږمکيو شبکې د ټيټ مدار د ۲۹م ګروپ څو سپوږمکۍ فضا ته په برياليتوب وتوغولې.
د مالوماتو له مخې، ټولې سپوږمکۍ په فضا کې ټاکلي مدار ته داخله شوې او د توغولو دنده یې بريالې شوې ده.































