جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

ډاکټر عبدالله عبدالله: له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره دې د سولې رهبري شورا جوړه شي

مارچ 31, 2019
in افغانستان
0 0

له طالبانو سره د سولې لپاره د رهبري شورا د جوړولو وړاندیز شوی دی. افغان حکومت د سولې د هڅو په درشل کې په دې برخه کې په نویو اقداماتو لاس پورې کړی دی. ولسمشر غني پرون له ځینو جهادي او سیاسي مشرانو سره په همدې اړه سلا مشوره کړې ده. سرچینې وایي چې په دې غونډه کې وړاندیز شوی، څو له طالبانو سره د خبرو لپاره د سولې رهبري شورا جوړه شي. دغه وړاندیز اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله کړی دی، خو تر دې دمه نهایي شوی نه دی.

په ارګ کې باوري سرچینې ویلي، عبدالله عبدالله ټینګار کړی، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د متعددو  ډلو او ګروپونو رامنځ ته کول دغه بهیر زیانمنوي، نو له همدې امله باید د سولې رهبري شورا جوړه شي او دوی به له طالبانو سره خبرې کوي. سرچینې زیاته کړې: ((د حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ناسته کې وړاندیز کړی، چې د سولې رهبري شورا رامنځته شي او دغه شورا له طالبانو سره د سولې روانې خبرې پرمخ بوځي. دغه وړاندیز نهايي شوی نه دی او ښايي په نورو مجلسونو کې پرې خبرې وشي)).

ولسمشر غني پرون له پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو جهادي مشرانو سره پر سوله خبرې کړې دي او له دوی سره یې سلا مشورې کړې دي. په دې غونډه کې د سولې عالي شورا رییس استاد کریم خلیلي، دویم مرستیال سرور دانش، پخوانی جهادي مشر استاد سیاف او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله حاضر وو.

د ولسمشر یوه ویاند هارون چخانسوري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په دغه غونډه کې د سولې په برخه کې د روانو هڅو او همدا راز په دې برخه کې د پاشلو فعالیتونو پر یو ځای کولو بحثونه او خبرې شوې دي. چخانسوري ویلي چې د دغو غونډو لړۍ به ادامه لري او له ډېرو نورو سیاسي مشرانو سره به هم د سولې په اړه سلا مشورې کېږي.

افغان حکومت داسې مهال دغه خبرې کوي چې امریکايي حکومت ترې د یوې ملي، ټولمنلي او بانفوذه هیئت جوړول غوښتي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو، چې له افغان حکومته یې غوښتي چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره یو ملي او ټولمنلی پلاوی جوړ کړي او په خبره یې دغه پروسه به ژر بشپړه شي.

ولسمشر د تېر کال په ډسمبر کې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د سولې عالي مشورتي بورډ اعلان کړ، خو د دغه بورډ ډېری غړو د بورډ په ناستو کې برخه وانه خیسته. په دغه بورډ کې د حکومت پر مشرتابه او ځینو جګپوړو چارواکو سربېره، د ملي شورا د دواړو جرګو مشرانو، د دیني عالمانو د شورا رییس، د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس او ځینو ملي، جهادي او سیاسي مشرانو ته غړیتوب ورکړل شوی و.

ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي چې په دغه مجلس کې سیاسي او جهادي مشرانو د سولې په تړاو د یوه واحد دریځ په هدف له ولسمشر سره خپلې مشورې شریکې کړې دي. د هارون چخانسوري په خبره: ((ولسمشر نن په ارګ کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، استاد عبدالرب رسول سیاف، استاد دانش، استاد خلیلي او ډاکټر صیب عبدالله سره وکتل. په دې غونډه کې پر دې خبرې شوې چې باید د سولې په برخه کې پاشلې هڅې سره واحدې شي او دغه ډول غونډې دوام وکړي)).

خو سرچینې وايي چې د رهبري شورا په اړه د ډاکټر عبدالله عبدالله وړاندیز تر دې دمه نهایي شوی نه دی او په راتلونکو غونډو کې به خبرې ورباندې کېږي. بل پلو ټاکل شوې چې په اپریل میاشت کې د قطر غونډه هم جوړه شي. زلمی خلیلزاد چې ټاکل شوې کابل کې له افغان مشرانو سره خبرې وکړي، د قطر په راتلونکې غونډه کې پر بین الافغاني مذاکراتو له طالبانو سره بحثونه لري.

Tags: featured
Share62Tweet23Share9

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In