د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وایي، په ټوله نړۍ کې ۲۶۶ میلیونه کسان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دي او له لوږې سره د مبارزې لپاره د خلکو ملاتړ مهم دی. دغه بنسټ ویلي، د حکومتونو او شرکتونو ترڅنګ د خلکو مرستې هم د لوږې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دغه سازمان د ماموریت د پلي کېدو لپاره ارزښت لري. ډبلیو ایف پي ټینګار کړی چې په داسې شرایطو کې چې میلیونونه کسان د خوړو له شدید کمښت سره مخ دي، د لوږې د له منځه وړلو او ټولو خلکو ته د خوړو د رسولو لپاره د دغه سازمان د فعالیتونو ملاتړ اړین دی.































