د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ څانګې په کلني راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لرله. د راپور له مخې، له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۲.۲۳ میلیونه افغانانو بېرته ستنېدو هم د افغانستان پر روغتیايي سیستم بېساری فشار راوړی و. راپور زیاتوي، چې جګړو، اقتصادي ستونزو، طبیعي پېښو، د ناروغیو خپرېدو او د کډوالو پراخې ستنېدنې افغانستان له سترو بشري ناورینونو سره مخ کړی دی. د بودجې د کمښت له امله په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه درېدلي، چې له امله یې ۳.۷۹ میلیونه کسان روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي بېبرخې شوي دي.































