د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره په «تودیعي» ناسته کې د دوهاړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې، جاو شینګ په افغانستان کې د خپل درې کلن ماموریت پر مهال د همکارۍ او ملاتړ له امله مننه کړې او د کابل او بیجینګ اړیکې یې تاریخي بللې دي. نوموړي ویلي، چین په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو کې د افغانستان له اوسنیو چارواکو ملاتړ کوي او په تېرو درېیو کلونو کې د دواړو لورو ترمنځ اقتصادي اړیکې او تګراتګ پراخ شوي دي. حنفي هم د چین د سفیر له ماموریت څخه مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر دوام او پراختیا یې ټینګار کړی دی.































