د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په کابل ښار کې د شاوخوا ۲۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو درې پروژې منظورې کړې دي. په دغو پروژو کې د غازي سټېډیوم څلورلارې څخه د سمنټو تر سرای پورې د سړک جوړول، له سپینکلي څخه تر قلعه وزیر پورې د سړک د دویم لین جوړول او د دارالسلام روغتون له څنګ څخه د اموالو تر ګودامونو پورې د سړک جوړول شامل دي. د یادو سړکونو اوږدوالی۱۵۷۰، ۸۵۰ او ۱۹۹۰ متره دی او لګښت یې د ا.ا له لوري ورکول کېږي. د چارواکو په وینا، د دغو پروژو موخه د ترافیکي ګڼېګوڼې کمول، د ښار د منظمې پراختیا زمینه برابرول او د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.































