د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د افغانستان د کانونو لومړی ځانګړی نندارتون به د روان لمریز کال د لړم میاشتې له ۶مې تر ۹مې نېټې پورې په کابل کې جوړ شي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون به د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې پرانیستل شي او په ترڅ کې به یې د هېواد معدني سرچینې او ظرفیتونه معرفي شي. په دغه نندارتون کې به بېلابېلې قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې او د افغانستان د کانونو اړوند بېلابېل محصولات نندارې ته وړاندې شي.































