د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د ټیلیفوني خبرو لپاره اوس مهال کوم پلان نشته. دا خبره د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د چهارشنبې په ورځ کړې ده. پسکوف ویلي، د اوکراین د کړکېچ د هواري په اړه د روسیې، امریکا او اوکراین درېاړخیزو خبرو اترو ته د روسیې د پلاوي بشپړ نوملړ به په مناسب وخت کې خپور شي. د نوموړي په وینا، په دغو خبرو کې به د امنیت او امنیتي تضمینونو موضوعات وڅېړل شي او د بحث ځانګړي جزئیات به په تړلو غونډو کې مطرح شي. د کرملین د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د روسیې، امریکا او اوکراین استازي د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې سره وګوري.































