د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د یو ورځنیو سیالیو د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په خپله دویمه لوبه کې د بنګلهدېش کرکټ له ملي لوبډلې سره سیالي ترسره کوي. ټاکل شوې دغه لوبه د افغانستان پر وخت د مازیګر په څلورو بجو پیل شي. افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې زیمبابوې ته په ستر توپیر ماتې ورکړې او نن یې هڅه داده، چې بنګلهدېش پر وړاندې هم بریا خپله کړي او په درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپل ښه پیل ته دوام ورکړي.































